پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد پاکستان سفارت: افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې به ستونزې...

د پاکستان سفارت: افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې به ستونزې حل کړو

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۲) پاکستان وايي افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې اسانتیا راولي او د ویزو د ورکړې لپاره یې نوي پلانونه جوړ کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په هرات، مزار شریف، ننګرهار او کابل کې یې افغانانو ته د وېزې ورکړه پيل کړې ده چې له مهالوېش سره سم مراجعین ورځي او وېزې به اخلي.

د هغوی په خبره د مراجعینو شکایتونو ته په پام د وېزو په ویشلو کې اسانتیا راولي او هڅه کوي د خلکو ستونزې حل کړي.

پاکستانی سفارت داسې مهال دغه خبره کوي چې ددغه سفارت مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخیستو لپاره ولاړ وي، خو وایي د فساد له امله یې کارونه ځنډېدلي وي او ستونزې ورته پیدا کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...