پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت وایي؛ هلمند کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله...

کورنیو چارو وزارت وایي؛ هلمند کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند کې یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې وزارت په وینا، پر طالبانو درانه هوايي بریدونه شوي چې په لړ کې یې ۷۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د تیرې شپې دا بریدونه د مرکز لښکرګاه اړوند باباجي، همداراز په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې شوي دي.

خو بل لورته وسله وال طالبان بیا وایي، لا یې هم ملګري د هلمند په ناوې، نادعلي، باباجي، مالګير، نهرسراج او ښاروالۍ کې پر خپلو نیول شویو ځایونو کې استوګن دي.

حکومت داسې مهال طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي چې تېره شپه افغان حکومت په هلمند کې پیاوړي عملیات پیل کړل څو له طالبانو هغه سیمې بېرته ونیسي چې دې ډلې په وروسشتیو ورځو کې نیولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب