پوهندوی آصف بهاند
«د هندارو سیوري»
(Spejlenes skygger)
بېکسیار د افغانستان د فرهنگ په دایره کې یو مطرح فرهنگي دی. ما پخوا تر دې کرښو هم د ده په باب د «د عبدالمالک بـېکسیار د ژوند او شاعرۍ لنډ جاج» ترسرلیک لاندې یوه څېړنیزه مقاله لیکلې او خپره کړې ده. هلته مې بېکسیار داسې معرفي کړی دی:
«… که څوک غواړي چې بیکسیار زما له خولې او قلم وپـیـژني، د ده پیژندنه به په لنډ ډول داسې وي:
بیکسیار د افغانستان د میدان ښار، د ده افغانانو په «زیـبوداغ» کلي کې، په ۱۹۶۳ م کال زېـږېدلی دی، د ښونځي له پایته رسولو وروسته د پوهې د ترلاسه کولو په موخه کابل ته تللی او په پښتو ژبه او ادب کې یې لوړې زدکړې کړې دي، د وخت د ناخوالو د سوځنده اور له لاسه یې وطن پریښود، لومړی پـېـښور او بیا ډنمارک ته کډه شو، د نورو گڼو فرهنگي کارونو تر څنگه یې تر اوسه اته شعري ټولگې چاپ او خپرې کړې دي،
د اتو شعري ټولگو نومونه يې په دې ډول دي:
۱ ــ سوچونه کږلیچونه،
۲ ــ د سنځل گل په شپـو کې،
۳ ــ شینشوبی،
۴ ــ تیگا،
۵ ــ دا ته د کومو گونگرو شور یې،
۶ ــ ستوری د هندارو (په ډنمارکي ژبه د بیکسیار د ژباړل شوو شعرونو ټولگه)،
۷ ــ لکه خوب هغه وختونه،
۸ ــ د څپو چې زړه را ډک شي.
د ورستیو معلوماتو له مخې بېکسیار د چایریل انور (Chairil Anwar) د «د شپې غږ» نومی اثر، چې اوله له اندونیزیایي ژبې «باهسه» (bahasa) نه ډنمارکۍ ژبې ته ژباړی و، پښتو ژبې ته ژباړلی دی، خو تر اوسه چاپ او خپور شوی نه دی.
د پښتنو د فرهنگ په دې خزان وهلي بڼ کې یې د «هیله» مجلې د چاپ لگښت په ځان ومانه او د هغه تر څنگ یې د یو شمېر نورو اثارو چاپ ته هم اوږه ورکړه.
اوس څیړنیزې لیکنې هم کوي، غوره بیلگې دا یادولای شم:
ــ د علي گل پیوند د اشعارو ارزونه (په ۲۰۱۲ کال کې د پیوند په لمانځغونده کې واورول شوه.)،
ــ د محمد صفر خواریګښ پر چاپ شوو آثارو باندې څېـړنیزه مقاله، (په ۲۰۱۷ م کال کې د محمد صفر خواریګښ د چاپ شوو کتابونو د مخکاته په پار جوړه شوې غونډه کې واورول شوه.)
تُورت او سپـیـن سپیڅلی غږېـږي، په خبرو کې د ډیر بندیز پلوي نه دی او دومره د چا خیال نه ساتي، څه یې چې په زړه کې وي، مخامخ یې وايي، اوس د ډنمارک په کوپنهاگن ښار کې اوسیـږي او په فرهنگي چارو کې فعال او مطرح شخص دی او د پښتو شعر د لا غوړیدو په پار، د «پانوس» له پتنگانو سره وزرې ښوروي…»
ما په تېره یاده مقاله کې د بېکسیار صاحب شعري اثار اته ښودلي وو، چې یوه ټولگه یې همدا ژباړل شوی غورچاڼ و چې د «ستوری د هندارو» (په ډنمارکي ژبه د بیکسیار د ژباړل شوو شعرونو ټولگه)، په نامه یې یادونه شوې ده.
کله چې ما د اوله د مړینې له پاره ، د «اوله لیله لوند هنسن (Ole Lillelund Hansen) ژوند، آثار، مړینه» ترسرلیک لاندې مقاله لیکله، نو په هغې مقالې کې مې د اوله د اثارو په لست کې دا کتاب (Spejlenes skygger) د «د هندارو سیوري» په ډول وژباړه او اوس یې هم په همدې نامه یادوم.
البته د اوله په بیوگرافۍ کې، د اوله د اثارو په لست کې د دې اثر نوم شته، دا یې متن دی:
ــ د هندارو سیوري، د افغان شاعر عبدالملک بېکسیار (Abdul Malik Beakasyar) د شعرونو ډنمارکي ژباړه، له پښتو ژبې څخه ژباړه، ۲۰۱۰.
په ډنمارکي مېډیا کې خپاره شوي اسناد داسې وايي چې عبدالمالک بېکسیار په ۱۹۸۹ ام کال ډنمارک ته را مهاجر شوی دی. ده په لنډه موده کې وکولای شول چې له ډنمارکي ژبې او ټولنې سره اشنا شي او په دوه زره دریم کال کې وتوانېده چې د آسیا د عکسونو په ګډون، د څو شعرونو په فیستیوالونو کې برخه واخلي.
بېکسیار د یو تل خوځنده قلموال په ډول، خپل فکري تولیدات یا ژر یا لږ په ځنډ، خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړې دي. ډنمارک ته یې په خپل راتگ سره هم د خپلو پخوانیو فرهنگي هڅو لړۍ تازه وساتله او هم یې د ډنمارکي ژبې په زدکړې او ډنمارکي ژوند او ټولنې ته په داخلېدو سره، د فرهنگي فعالیتونو یو بل باب پرانست چې هغه له ځینو ډنمارکي شاعرانو او لیکوالو سره د پېژندنې او اړیکو پیلول او د دې اړیکو په ترڅ کې د فرهنگي راکړې ورکړې او د دوو هېوادونو او ژبو د تجربو راکړه ورکړه وه. د همدې په ترڅ کې بېکسیار څو گټور کارونه ترسره کړل:
۱ ــ ډنمارکۍ ژبې ته د بېکسیار د یو شمېر شعرونو ژباړه،
۲ ــ د بېکسیار له خوا له ډنمارکۍ ژبې څخه پښتو ژبې ته د ځینو ډنمارکي شعرونو ژباړه،
۳ ــ د ډنمارک د تعلیمي نصاب په ځینو کتابونو کې د نورو بهرنیو شاعرانو ترڅنگ د پښتو ژبې شاعرانو د شعرونو د بېلگو ډنمارکي ژباړې اېښودل.
په دې مقاله کې به د پاسنیو دریو ترسره شوو کارونو پر دوو برخو (ډنمارکي ته د بېکسیار د شعرونو ژباړه او د بېکسیار له خوا پښتو ته د ځینو ډنمارکي شعرونو ژباړه) باندې خبرې وکړم او دریمه برخه (د ډنمارک د تعلیمي نصاب په ځینو کتابونو کې د پښتو ژبې شاعرانو د شعرونو د بېلگو ډنمارکي ژباړې اېښودل) به یې ــ که وتوانېدم ــ په بله مقاله کې وڅېـړم.
ډنمارکۍ ژبې ته د بېکسیار د یو شمېر شعرونو ژباړه:
تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، ډنمارکۍ ژبې ته د بېکسیار گـڼشمېر شعرونه اوله ژباړلي دي او د «د هندارو سیوري» (Spejlenes skygger) تر سرلیک لاندې یې د یوې جلا ټولگې په ډول چاپ کړي هم دي.
د دوه زره شلم کال د اکتوبر پر دولسمه اوله وفات شو او ما د «اوله لیله لوند هنسن ژوند، آثار، مړینه» ترسرلیک لاندې مقاله ولیکله چې په هماغه وخت کې مې په تاند او افغان جرمن پورتال کې خپره کړه. هلته ما د اوله د آثارو د معرفي په برخه کې ډنمارکۍ ژبې ته د اوله لخوا د بېکسیار د اشعارو د ژباړې په برخه کې داسې لیکي وو:
«ده (اوله) له افغانستان، افغانانو او په ځانگړي ډول له پښتو ژبې او پښتنو سره ځانگړې مینه درلوده، افغانستان ته یې سفرونه کړي وو او تر هر څه مهمه دا چې د بېکسیار صاحب شعرونه یې له پښتو ژبې څخه ډنمارکۍ ژبې ته ژباړلي وو او نوم یې ورته «د هندارو سیوري» (Spejlenes skygger) ایښی و چې په دوه زره لسم کال کې چاپ او خپور شوی دی.»
تر اوسه زه خبر نه یم چې ښاغلي اوله نور پښتو شعرونه هم ډنمارکۍ ژبې ته اړولي وو، که یوازې همدا یاده ټولگه ده او بس؟
سره له دې چې څه موده وړاندې، (د ۲۰۲۰ ام کال د سپتمبر میاشت کې) ما د اوله د مړینې په مناسبت، د اوله د ژوند او اثارو په باب یوه مفصله مقاله ولیکله، خو دلته یې د دې مقالې د لوستونکو د معلوماتو په پار یو ځل بیا د بیوگرافۍ مهم ټکي په لنډ ډول رااخلم:
«د څو هنرونو او کمالونو خاوند شخصیت، مشهور ډنمارکي شاعر، لیکوال، تصنیف جوړونکی، سندرغاړی، نقاش، ژباړن او انځورگر ښاغلی اوله لیله لوند هینسن (Hansen Ole Lillelund) د ۱۹۴۲ ام کال په اکتوبر کې د ډنمارک د فون (fyn) جزیرې په اودنسه (Odense) نومي ښار کې وزېـږېد. اوله د ژوند په لوړو ژورو کې د ډېرو ستونزو له دامه ځان راخلاص کړ، په زیار سره یې څو هنرونه خپل کړل او د هر هنر په ژبه یې د خپل ذهن او زړه خبرې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړې؛ خو د شهرت ډېره سلنه یې د خپلو شعرونو له برکته ترلاسه کړې ده. د اوله شعرونو ته د ډنمارک ډېرو مشهورو موسیقي پوهانو او کمپوزیتورانو طرزونه جوړ کړي دي.
ښوونځي یې په مینې پایته ورساوه او د لیسې له آزموینه په بریالي ډول راووت، پوهنتون ته لاړ، په بریالي ډول یې د ژبو د ښونکي سند ترلاسه کړ او د ژبې د ښونکي په توگه وگمارل شو. بیا یې په یوه نیمه پوهنتوني اکادیمیک دریځ کې کار پیل کړ او د کوپنهاگن پوهنتون (Københavns Universitets)، د نیپال د کتمندو په تریـبـهوفان (Tribhuvan University) او هانگ کانگ پوهنتونونو کې یې په نیمه اکادیمیکو پوستونو کې کار وکړ.
د څو هنرونو او کمالونو خاوند شخصیت، مشهور ډنمارکي شاعر، لیکوال، تصنیف جوړونکی، سندرغاړی، نقاش، ژباړن او انځورگر ښاغلی اوله لیله لوند هینسن (Hansen Ole Lillelund) د دوه زره شلم کال د سپتمبر پر دولسمه، د مغزي سکتې په اثر له دې نړۍ څخه وکوچید.»
د بېکسیار له خوا له ډنمارکۍ ژبې څخه پښتو ژبې ته د ځینو ډنمارکي شعرونو ژباړه:
د دې خبرې یادول اړین گڼم چې د اوله او بېکسیار تر منځ د شعرونو ژباړل داسې شوي چې که اوله له پښتو نه ډنمارکۍ ژبې ته د بېکسیار شعرونه ژباړلي دي، کله ـ کله بېکسیار هم له ډنماکۍ ژبې نه پښتو ژبې ته د اوله شعرونه را ژباړلي دي، فرق به یې دا وي چې د اوله له لوري ډنمارکي ژبې ته د اوله ژباړه زیاته ده او په کتابي بڼه چاپ او لوستونکو ته وړاندې شوې شوي دي.
دواړو شاعرانو اوله او بېکسیار کله، کله گډ کارونه هم کړي دي یعني په ژباړو کې یې یو له بل سره مرستې کړې دي، خو داسې هم شوي دي چې بیا په مستقل ډول یې یو د بل شعرونه هم خپلو مورنیو ژبو ته ژباړلي دي.
بېکسیار به د اوله ډېر شعرونه له ډنمارکۍ ژبې نه پښتو ته اړولی وي، دا لاندې شعر یې یوه بېلگه ده چې بېکسیار له یوه یادداشت سره خپور کړی دی. د یادداشت او شعر متن په دې ډول دی:
«زما د نږدې ډنمارکي دوست شاعر Ole Lillelund د یوه شعر ژباړه:
توري په سختۍ راځي
توري په ځنډ راځي
توري اسانه راځي
خو کوم؟
توري په پړاوونو راځي
خو ولې؟
توري راځي
او راځي
او راځي
او»
ډنمارکي ژبې ته د ژباړلو له پاره، د بېکسیار د شعرونو د انتخاب په وخت کې د ښاغلي بېکسیار د شعرونو پنځه ټولگې چاپ شوې وې او د ژباړې له پاره اوله او بېکسیار په گډه سره له همدغو شعري ټولگو نه شعرونه انتخاب کړي دي. هغه شعري ټولگې دا دي:
ــ سوچونه او کږلېچونه،
ــ د سنځل گل په شپو کې،
ــ شینشوبی،
ــ دا ته د کومو غرونو شور یې؟
ــ تیګا
ما داسې فکر کاوه چې پرته له دې ټولگې (د هندارو سیوری) به ښايي د بېکسیار نور شعرونه ډنمارکي ژبې ته نه وي ژباړل شوي وي، خو ډاډه نه وم، د همدې په خاطر مې بېکسیار ته زحمت ورکړ او د دوه زره شلم کال د اکتوبر پر اتم ماښام مې د مسنجر په خونه کې د معلوماتو د بشپـړتیا له پاره دا دوې پوښتنې ور ولېـږلې:
«سلام!
او دوې وړې پوښتنې:
ــ آیا «د هندارو سیوری» ټولگې څخه پرته، ستاسو نور شعرونه ډنمارکي ژبې ته ژباړل شوي که نه؟
ــ آیا «د هندارو سیوري» ته یوازې ستاسو له دریو ټولگو (شینشوبی، د سنځل گل په شپو کې، سوچونه او کږلېچونه) څخه شعرونه انتخاب شوي دي، که له نورو ټولگو نه هم شعرونه انتخاب شوي دي؟»
ده هم څو شېبې وروسته په ځواب کې بېرته داسې راته ولیکل:
«سلامونه استاده!
هیله ده روغ او خوښ اوسې.
استاد محترمه!
د [سیوري د هندارو] ډنمارکي ټولګې تر ژباړې یعنې 2010 کال پورې زما پينځه شعري ټولګې چاپ وې:
ــ سوچونه کږلېچونه،
ــ د سنځل په شپو کې،
ــ شینشوبي،
ــ دا ته د کومو غرونو شور یې؟
ــ تیګا.
له دغو ټولو مجموعو څخه شعرونه انتخاب شوي .
تر دې کتاب ور اېخوا هم زما ځينې نور شعرونه د اوله لیله لوند او ځينو نورو ډنمارکي دوستانو په مرسته ژباړل شوي.
هیله ده ځواب د قناعت وړ وي.»
د ښاغلي بېکسیار له دې معلوماتو داسې ښکاري چې د ده نور شعرونه هم ډنمارکۍ ژبې ته ژباړل شوي دي. څنگه چې زه د اوس له پاره د ده نورو ژباړل شوو شعرونو ته لاسرسی او د هغو په باب بشپړ معلومات نه لرم، نو د هغو په هکله له څه لیکلو ډډه کوم، کله مې که د هغو په باب څه معلومات ترلاسه کړل، بیا به د څه لیکلو تکل ورته وکړم.
د اوله او بېکسیار تر منځ د فرهنگي دوستۍ په لړ کې د دواړو شعرونه ډنمارکي او پښتو ته ژباړل شوي دي. دا کوم نوی کار نه دی، له پېړیو، پېړیو راپه دېخوا له یوې ژبې نه بلې ژبې ته یا څو ژبو ته ژباړې شوې دي.
د ژباړې تاریخ تر ميلاده مخکې زمانو ته رسېـږي «د تاریخي روایتونو له مخې تر میلاد دوې پیړۍ مخکې یهودانو د خپلو هغو پيروانو لپاره چې په لاتین غږیدل، تورات وژباړه…»
بیا د پنځمې میلادي پېړۍ په ۴۱۹ ـ ۴۲۰ م کلونو کې د لومړي ځل له پاره سپېڅلی کتاب لاتیني ژبې ته وژباړل شو. وروسته له دې ژباړه په هرې ژبې او هر هېواد کې ځانته جلا تاریخ لري، خو په دې کې ټول خلک په یوه خوله دي چې:«
ــ ژباړه، د بېلابېلو فرهنګونو تر منځ، پلونه جوړوي،
ــ ژباړه د فرهنګونو تر منځ، د اړیکو مزي،
ــ شفاهي او لیکنۍ ژباړه: د ملتونو یووالی،
ــ شفاهي او لیکنې ژباړې، د نړۍ یووالی،
ژباړه، د بدلونو د دوران، د فرهنګي میراثونو د ودې مرستندوي ده.»
له پخوانو نه رانیولې، بیا تر ننه پورې ټول شعر پوهان او ژباړونکي په یوه خوله سره وايي چې د شعر ژباړه گرانه ده. ښاغلي اجمل پسرلي د دوه زره اوه لسم (۲۰۱۷) کال د جولای پر لومړۍ نېټه، «د شعر ژباړه» تر سرلیک لاندې په تاند کې یو مضمون خپور کړ. په دې مضمون کې ښاغلي اجمل پسرلي د مثالونو په راوړلو سره ښودلې ده چې د شعر ژباړل ستونزمن کار دی. په یاده مقاله کې ویل شوي دي چې:
«په عربي کلاسیک ادب کې دا خبره مشهوره ده چې د شعر ژباړه د دې لپاره ګرانه ده چې شعر یوازې مانا او لحن نه دی، شعر چوکاټ لري، ایقاع لري، قافیه لري.
په کلتوري برخه کې باورونه، ارزښتونه، عادتونه او چاپیریال چې څاروي او مرغان یې هم برخه دي، په دوو سره لرې ژبو کې په سخته انتقالیدای شي…»
ښاغلی پسرلی په یاده مقاله کې استدلال کوي چې که د یوه کولتور مفاهیمو ته د لمنلیک په ډول تشریحات ولیکل شي، بیا شعر خپل هنري خوند له لاسه ورکوي. د همدې خبرې د اثبات له پاره ښاغلی پسرلی د امریکایی شاعر رابرټ فراست دا جمله را اخیستې ده:« شعر که تفسیر شي له منځه ځي».
د دې ټولو خبرو په پایله کې باید ووایو چې:
د شعر ژباړه ځکه ډېره ستونزمنه ده چې په شعر کې ډېر داسې شیان دي چې نه ژباړل کېـږي او یا په هماغې بڼې بلې ژبې ته د ژباړې په ترڅ کې نه شي لېـږدول کېدای.
سره له دې چې له تیوریکي پلوه د شعر ژباړې د ستونزمنوالي تله ډېره درنه ده؛ خو بیا هم دواړو شاعرانو: بېکسیار او اوله د خپلو ژبو د بېلابېلو تجربو او هنري مزیتونو د لېـږد او د دوو سره لرې کولتورونو، سره نږدې کولو او پرې پوهېدلو له پاره دا هڅه کړې ده او یو شمېر شعرونه یې له دواړو ژبو نه دواړو ژبو ته ژباړلي دي.
زه به لومړی به د بېکسیار صاحب له شعري ټولگو نه د شعر پښتو متن راواخلم او بیا به د اوله له خوا ژباړل شوی متن کېـږدم.
زه د اوس له پاره د دې ټولگو (د بېکسیار د ټولگو پښتو او د اوله ژباړل شوی ډنمارکي متن) برېښنايي بڼه په واک کې نه لرم، چې ورنه راکاپي یې کړم، یوازې یې چاپي بڼو ته لاسرسی لرم؛ د دې له پاره اړ یم چې د شعرونو دواړه متنونه (پښتو متن او ډنمارکي متن) زه په خپله په کمپیوتر کې ټیپ کړم.
دا شعرونه څنگه چې په پښتو او ډنمارکي متن کې دي، زه یې امانت رااخلم، پر ښېگڼو او نیمگړتیاوو یې تبصره نه کوم، د ښېگڼو ویاړ او د نیمگړتیاوو مسؤلیت یې د شاعر او ژباړن دي.
ما د بېکسیار درې شعرونه له درې جلا ټولگو نه انتخاب کړي دي. لومړی د شعر پښتو متن ږدم او بیا یې ډنمارکی متن راوړم:
ټــپـه
یو مازدیگر، یو زېړ غمجن مازدیگر
زموږ د کلي پر دوړنه لاره
پر هغه تنگه لار چې بل سر یې گودر ته وزي.
*****
ما ښه لیده چې هغې
د خپلې سرې لوپټې پيڅکه باندې،
له سترگو اوښکې پاکولې او گودر ته راتله.
*****
او په هماغه سبا،
زموږ د کلي شا ته،
د لوړ او دنگ غره په پراخه غېږ کې،
د تمانچې او د خندا د اواز غبرگې څپې
سره خورې ورې شوې
*****
او له اواز سره سم،
زما د مینې د باور گلان راورژېدل
او زما پر وچو شونډو
چې لکه لار زموږ د کلي وي له دوړو ډکې
دا ټپه غبرگه شوله:
«بېلتونه زور دې رامعلوم شو
نور به سلام په دوه لاسي درته کومه»
(بېکسیار عبدالمالک، سوچونه او کږلېچونه، خپرندوی: کابل پوهنتون، ۱۳۷۶ ل ــ ۱۹۹۷ م کال، ۸۷ ـ ۸۸ مخونه)
Tappa
En aften med en trist bleggul solnedgang
Bag landsbyens støvende gade
På den smalle sti ned til vandstedet
Så jeg hende tørre tårer bort
Med kanten af sit røde tørklæde
Og dagen efter bagved landsbyen
I favnen af de høje bjerge
Blandede lyden af pistoler og latter sig
I samme øjeblik visnede
Min kærlighed til blomster
Og fra mine tørre læber
Der var støvede som gaden
Undslap denne tappa:
”adskillelse jeg følte din magt
Nu hilser jeg dig velkommen med begge hænder”
Bibliography
Beakasyar, A. M. (2010). Spejlenes Skygger Afhganske digte På dansk ved Ole Lillelund & forfatteren. Det Poetiske Bureaus Forlag.
- 64
برمته
مخلوقه لاس رااوږد کړئ
زموږ په کلي کې د مرگ سالار ژوندون په برمته نیولی
او د وژلو یې گواښونه کوي هره گړۍ
د تورو شپو په مرسته
(بېکسیار عبدالمالک، شیشوبی، خپرندوی: د هیلې اداره، ۱۳۷۸ ل ــ ۲۰۰۰ م کال، ۴۵ مخ)
Uden titel
Åh godtfolk, hjælp!
Døden har pantsat alt liv
I vor landsby
Og truet det
Ophørligt
Godt hjulpet
Af mørke nætter
Bibliography
Beakasyar, A. M. (2010). Spejlenes Skygger Afhganske digte På dansk ved Ole Lillelund & forfatteren. Det Poetiske Bureaus Forlag.
- 14
ژونــد
د ویـالې پر غاړه ناست وم په حیرت کې
کـاوه سوچ مې د ژونـدون پـه حقیقت کې
تله، راتله مې رنگارنگ سوچونه سر ته
ژوند مې اړخ په اړخ را اوښته نـظـر ته
د بــلــبــلــو شـورماشـور وو لر و بر ته
یــوه پـاڼـه پـه اوبـو کې راښـکـاره شـوه چـې راتله.
د سـوچـونـو لـړې کــړې یـې راتــه گــــډې
هــر څه، هـر څـه مې له سره وکـړې کـډې
چې کاتـه مې یـو مـېـږی پـر پاڼه ناست دی
لـه هـر چا نه د کمک یارۍ په خواست دی
د مرگي له وېرې ټینگ پر پاڼه ملاست دی
بس د ژوند دې تماشې ته زه لا ډوب شوم په سوچو.
ما وې گـوره دا د ځـمـکې زیـار گالـونکی
دا د ټول ژوندون ستومان، ناتار گالونکی
نـن بې رحـمـه مـرگ پـه غـېـږه کې نیولی
لـــه پــښــو او لــه لاسـونــــو یــې تــړلــی
دې اوبـــو تـــه یــې پــه زوره غــورځولی
رڼې سترگې دی په خپله ورروان دی مخ په مرگ.
زړه راغږ کړ وې «د ژوند حقیقت دا دی!
د تـمـام ژونـد د خــواریــو پــای هـمدا دی
د مـېـږي پـه شان بـه ستـړی یـوه خوا ځې
که هـر څـو دې یاران ډېر وي ته تنها ځې
خامخا بـه ځې پـه زور، کـه پـه رضـا ځې
دا دنـــیـــا وگــڼــه پــاڼــه، زمــانـــه لــکـــه اوبــه»
(بېکسیار عبدالمالک، د سنځل گل په شپو کې، خپرونکې: د هېلې مجلې اداره، ۱۳۷۷ ل ــ ۱۹۹۹ م کال، ۷۱ ـ ۷۲ مخونه)
Livet
Siddende på bredden ved vandstedet
Tænkte jeg over livet.
En lang række tanker
Gik gennem mit sind.
Alle sider af livet
Kredsede i min hjerne.
Fuglene sang rundt omkring.
Jeg så et blad komme flydende op vandet.
Det bræd mine tankers række.
Alt forsvant fra min hjerne.
Jeg så en myre kæmpe for livet
Og lede efter hjælp fra alle.
Den klamrede sig til bladet af frygt for døden.
Dette livstegn bragte mig
I dybere tanker.
Jeg sagde til mig selv:
Denne jordens aktive kæmper,
Han er altid træt
Døden greb ham brutalt i sine arme.
Han gik døden i møde med åbne øjne.
Mit hjerte råbte til mig:
”dette er livets virkelighed.”
Alle livets kampe ender her.
Som myren vil vi også dø alene
Om end vi har nok så mange venner og bekendte,
Må vi gå frivilligt
Eller med magt.
Verden er som bladet,
Tiden som vandet.
Bibliography
Beakasyar, A. M. (2010). Spejlenes Skygger Afhganske digte På dansk ved Ole Lillelund & forfatteren. Det Poetiske Bureaus Forlag.
- 7