یکشنبه, جون 2, 2024
Homeجنرال وزیريساده ګي تر کومه حده| جنرال دولت وزیري

ساده ګي تر کومه حده| جنرال دولت وزیري

د ځنګله پاچا زمری ناروغ شو. د درملنې له پاره ډاکتر ورته د خره د ماغزو او زړه خوړلو سپارښتنه وکړه.

زمري خپله ګاونډۍ ګيدړه را وغوښته او ورته يې وویل:

«که چاره ونه کړې او خر را نه ولې د خره پر ځای به تا وخورم.»

د ګیدړې عذرونه يې ونه منل. ګيدړه مجبوره شوه چې یوه چاره وکړي. د دې له پاره يې له خره سره انډیوالي واچوله. هره ورځ به يې خره ته غوړې او د ملګرتیا خبرې کولې.

یوه ورځ يې خره ته وويل:

«یاره اشنا دا وچ واښه مې هیڅ درباندې پیرزو نه دي. هلته ما یو شین چمن لیدلی چې ډیر خواږه واښه لري. راځه زما سره لاړ شه چې ایله په ګیډه موړ شې.»

د ګیدړې له ډېر ټینګار وروسته خره ور سره ومنله چې سبا ته به ورشي. ګیدړې زمری د ګیدړې له راتګ څخه خبر کړ.

کله چې سبا ته خر راغی زمری په یوه ښکاره ځای کې ولاړ و. کله چې خره زمری وليده څلور پښې يې اته کړې او وتښتید. زمری ډیر خفه شو او ګیدړې ته يې وویل که دې خر بيا رانه وست د ژوند څکه به رانه ونه کړې. ګيدړه لاړه او خره ته يې وویل چې ولې پرون له شنه چمنونو وتښتیدې؟

خره ورته وويل:

«ای مکارې غوښتل دې چې د زمري خوراک مې کړې.»

ګیدړې ورته وویل رښتیا چې بې عقل او ساده ګل يې. هلته خو زمري نه و هغه طلسم و او طلسم خو پر چا برید نه شي کولالی.

قسمونه يې ورته کتار کړل او بیا يې د خره باور تر لاسه کړ. ژر زمري ته ورغله او په یوه پټ ځای کې يې ځای پر ځای کړ. کله چې سبا ته خر راغی، زمري په یوه غورځنګ خر دوه چيرې کړ.

زمری چې ناروغ و ډير ستړی شو. ګیدړې ته يې وویل ته خره ته ګوره زه به غسل وکړم، غاښونه به تيره کړم او خپله ستړیا به وباسم، بیا به راشم د خره ماغزه او زړه به وخورم.

کله چې زمري لاړ ګیدړې ژر ژر د خره ماغزه او زړه خپل خوراک کړ. هغه وخت چې زمري راغی د ګیدړې يې د خره د ماغزو او زړه پوښتنه وکړه. ګیدړې ور ته وویل دی احمق خره که ماغزه او زړه درلودای د دویم ځل له پاره به يې زما په مکارۍ باور نه کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب