دوشنبه, مې 20, 2024
Homeمقالېاسلامتبلیغي جماعت ته یوه لنډه کتنه

تبلیغي جماعت ته یوه لنډه کتنه

لیکوال: عبدالبشیر فکرت بخشی

ژباړه: اخترمحمد ژوندون

سریـــزه

تبلیغي جماعت له هغو ډلو څخه ده چې دعوت یې تر ډېره پورې په اسلامي فضایلو پورې تړلی دی او تر کومه چې دا حضرات د دعوت په برخه کې فرصت پیدا کوي؛ نو د ایمان، ذکر، اخلاص، یقین او … په اړه خبرې کوي. دا جماعت حزبي تشکیلات نه لري او له سیاسي پیښو څخه پرته دعوت او بلنه کوي. دا خلک تر ډېره پورې بلنه او دعوت کوي او هر ځای چې موقع پیدا کړي؛ نو مسلمان یقین، اخلاص او تبلیغي تشکیل ته را بولي. د دې جماعت غړي د بلنې او دعوت په لاره کې د مسلمانانو د یوځایوالي په موخه همت کوي او د ((سهروزې))، ((چل روزې)) او ((یو کال)) په نامه ځانګړي تشکیلات لري. دوی په هر تشکیل کې ځانګړی امیر ټاکي او وروسته بیا د امیر په مشرۍ له اړوندې ډلې سره په مسجدونو او نورو دیني ځاینو کې موعظې کوي او خلک ترغیبوي. دوی تر ډېره خلک د دعوت لارې ته رابولي او له مسلمانانو سره پر نه مخالفت او مینې باندې توصیه کوي.

د دې جماعت بنسټ ایښودنکی شیخ محمدالیاس کاندهلوي (۱۳۰۳ـ۱۳۶۴ هـ) دی. کاندهاوي په هند کې د ((کاندهله سهارنپور)) سیمه کې پیدا شوی. هغهٔ لومړني علوم همدلته له خپل والد شیخ محمد یحی څخه زدهکړل او وروسته بیا د نورو علومو لپاره د دیوبند مدرسې (۱۲۸۳هـ/ ۱۸۶۷م) ته ـ چې په احنافو کې له خورا لویو دیني مرکزونو څخه ده ـ  ولیږل شو.

د دهٔ په خبره، د تبلیغ دا طریقه په خوب کې د لاندې آیت تفسیري برخه کې، ورته الهام شوې ده. کُنتُمْ‌ خَیْرَ ‌أُمّةٍ ‌أُخْرِجَتْ‌ لِلنّاسِ ‌تأْمُرُونَ ‌بِالْمَعْرُوفِ ‌وَتَنْهَوْنَ ‌عَنِ ‌الْمُنکَرِ. د کاندهلوي په خبره د ((ُ‌أُخْرِجَتْ)) کلمه دې ته اشاره کوي چې، د تبلیغ جریان او دعوت ځانګړی ځای نه غواړي، بلکې ټولې نړۍ ته باید تبلغي جماعتونه ورسیږي او ددې لپاره چې دا موخه ترلاسه شي؛ بیلابېلو ځایونو ته سفر په کار دی.

په دې وروستیو کې یاد خوځښت محبوبیت ترلاسه کړی او په افغانستان کې یې زیات خلک جذب کړي دي. زه فکر کوم د دې خبرې لاملونه روحي او معنوي نفو‌‌ذ، ساده او له نویو نزاکتونو پرته، بلنې دي. تبلیغي جماعت ((دعوت کوونکی)) او ((اصلاح غوښتونکی)) حرکت دی چې د نني دیانت اساسي ستونزه په خپلو شپږو اصولو سره حل کول غواړي. دا جماعت لکه د نورو ډلو په څېر له ستونزو څخه پاک نه دی؛ نو کولی شو چې د ارزونې او څېړنې په تله یې وتلو. خورا زیاد دلیلونه شته چې ددې جماعت د نقد په برخه کې انسان ته اجازه ورکوي. له دې ډلې یوه خبره دا چې د ((عصمت)) کلمې او په دې برخه کې دیني باور ته، باید پام وشي. هر کله چې یو څوک یا جریان معصوم وګڼل شي؛ نو په اړه یې نقد نشو کولی او معصومیت هغه امر دی چې نقادانه تفکر ته لاره نه ورکوي. عصمت داسې یو مفهوم دی چې له شخص یا جریان څخه تېروتنه نفې کوي. نقد بیا هلته مانا پیدا کوي چې شخص یا جریان تېروتنې ولري او په دې برخې کې معصوم ونه شمېرل شي. اوس چې خبره دا شوه؛ نو له انبیاوو ـ چې دا بحث هم ځانګړي تفصیل ته اړتیا لري او دلته یې په اړه نشو غږيدلی ـ پرته بل هیڅ څوک او هیڅ ډله معصوم یا معصومه نه ده. له دې توجیې سره اوس د افرادو او جریانونو نقد او ارزونه مانا پیدا کوي او تبلیغي جماعت یو له دې جریانونو څخه دی. 

نقد له دې سره مرسته کوي چې په شخص یا جریان کې نالیدلې خواوې روښانه شي. د نقادانه لیدلوري نشتون ددې لامل کیږي چې، په مسأله کې منفي او مثبتې خواوې پټې پاتې شي او د لازمو اصلاحاتو مخه ونیول شي. دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د هر ډول جریان یا لړي نقد په دې مانا نه ده چې له اړوند جریان سره دښمني پالل کيږي؛ ځکه نقد ددې لپاره ده چې مفاهمه رامنځ ته شي او اصلاح وشي. نقد له اصلاح او سمونې پرته بله موخه نلري.

د تبلیغي جماعت ښګېڼې

په کمي لحاظ سره تبلیغي جماعت له خورا سترو ډلو څخه ده، چې په ډېرو هېوادنو کې فعالیت لري. ددې ډلې غړي په ډېر اخلاص، فداکاري او ایثاګري سره دعوت کوي او ددې آیت پر بنسټ چې الله فرمايي: (اتّبِعُوا ‌مَن‌ لّا ‌یَسْأَلُکُمْ‌ أَجْرًا‌ وَهُم ‌مّهْتَدُون)، له هیچا د بدلې او اجورې غوښتنه نه کوي او له مدعوینو(هغه څوک چې دعوت ورکړل شوی وي)، څخه هیڅ ډول تمه نه لري. له بل پلوه په دې برخه کې ددوی د مسئولیت احساس چې پر نیکیو امر کوي او انسان ته خیر غواړي، هم د پام وړ ځانګړنه ده. که څه هم دا برخه ځینې اثرات له ځان سره لري؛ مګر ددې خوځښت ښه ځانګړنه کیدلی شي. خورا زیات بې باکه او بې مسؤلیته مسلمانان، ددوی د بلنې له مخې سمې لارې ته راغلي او څومره ډېر دي هغه کافران چې ددې ډلې په همت او محنت سره په اسلام مشرف شوي دي او همدا خلک بیا د اسلام بریالي بلونکي او دعوتګران جوړ شوي. له دې امله ویلی شو چې دا ډله نه یوازې په اسلامي نړۍ باندې خورا زیات تأثیر لري؛ بلکې غیر اسلامي نړۍ هم د دوی له تاثره پاتې نه ده او دا هغه نکته ده چې باید تقدیر او وستایل شي.

تبلیغیان په خورا زیات صمیمیت سره د بلنې رسالت مخته وړي او په دې برخه کې له شک پرته د نمونې په بڼه وړاندې کیدلی شي. ددې ډلې غړي په خپل منځ کې د اخلاص او اسلامي ورورګلوي له مخې یو له بل سره ښې اړیکې لري. د مرستې حس، همدردي، په عمودي او اققي مناسباتو کې (د لیکوال له عمودي مناسباتو څخه موخه داده چې په تبلیغیانو کې د کشرانو اړیکي له مشرانو سره روښانه کړي او له افقي مناسباتو څخه موخه داده چې د مشرانو برخورد او اړیکي له کشرانو سره روښانه کړي. ـ ژباړن ـ) یو شان والی ددې ډلې ښې ځانګړنې دي. اسلامي اخوت، اخلاق د دوی په کړنو او چلندنو کې له ورایه ښکاري او دې ځانکړنو له دوی سره مرسته کړې؛ ترڅو بلونکي او مخاطبان د دوی پر ځای دین ته ډېر پام وکړي او یا په اسلام مشرف شي. په دې منځ کې ددې ډلې د افرادو عملي تګلاره د ملاحظې وړ ده او څومره ډېر دي هغه عملونه چې د دعوتکړیشویو(مدعوینو) عملونه هم تغییروي. 

له دې ورهاخوا هغه تګلاره چې تبلیغي جماعت ترې استفاده کوي، پر دې ولاړه ده چې له خشونت او زورزیاتي څنګه پرهیز وکړو او خلک په نرمۍ پوه کړو!؟ څرنګه چې ددې ډلې د غړو له دعوته ښکاري، دوی هیڅ ډول خشنوت او تیري ته تیار نه دي او دا هغه ځانګړنه ده چې ددې جماعت په اصولو تبدیله شوې ده. د لیکوال په باور دوه لاملونه داسې دي چې د دوی له نرم چلند سره یې مرسته کړې ده: لومړی دا چې ددې ډلې د دعوت محتوا تر ډېره پورې فردي امور دي او کله چې دعوت فردي محتوا خپله کړي؛ نو خشونت او کرکه خودبخوده له منځه ځي. کله چې څوک د اجتماعي امورو په اړه بحث کوي او یا ټولنیز مسایل څېړي؛ نو د قهریې قوې خبره په کې مطرح کیږي. هغه برخې چې خورا زیاتي فردي او شخصي دي، له خشونته په کې کار خورا کم شونې وي. دوهمه خبره داده چې، تبلیغي جماعت له تصوفي جریان سره هم اړیکي ساتلې دي او دا ویل کیږي چې د تبلیغیانو بنسټ ایښودنکی (مولانا محمد الیاس) له سعید نورسی کردی څخه الهام اخیستی و. تصوف هم له خشونت او کرکې سره چندان جوړ نه دی، ځکه خو په تبلیغي جماعت کې د تصوفي اړخونو او ځانګړنو شتون له دې سره مرسته کړې چې، روحي تلطیف وکړي او له زورزیاتي ډډه وشي. 

د تبلغي جماعت ستونزې

له شک پرته تبلیغي جماعت ځینې ستونزې او کمزورۍ لري او دا هغه برخه ده چې په اړه یې خورا کم بحثونه شوي دي. دا چې تبلیغي جماعت تر ډېره پر عمل تکیه کوي او نظري-تیورکي بحثونو ته چندانې پام نه کوي، دا بحث په خپله ددې لامل شوی چې اهلقلم ترې غافل شي او دا فرصت یې هیر کړی چې یاد خوځښت ته په نقادانه ډول سره نظر وکړي. دلته ددې خبرې یادونه هم اړینه بولم چې ددې جریان په اړه خلکو سره بېلابېلې پوښتنې دي او په کار ده چې ځوابونه هم ورته پیدا شي. زه له دې موضوع تیریږم او دلته یو نقادانه نظر درسره شریکوم. ددې کرښو لیکوال د هغو نیوکو په رڼا کې چې پر تبلیغي جماعت واردیږي، ځینې ستونزو ته نغوته کړې. 

۱ـ علمي کـمزوري: 

تبلغیي جماعت تر ډېره د هغو وګړو ټولګه ده چې کم سواده وي او په دې ډله کې د دیني عالمانو شتون، خورا کمرنګه دی. دا چې دیني باخبره خلک کم شي، ددې زمینه برابروي چې دیني فهم کمزوری شي او ددې ادعا کیدلی شي چې اړوند فکري جریان کې ناقص دیني فهم چلیږي. دا په داسې حال کې ده چې هر ډول دعوت علم ته اړتیا لري او ددې فقهي قاعدې پر اساس چې وايي : ((فاقد الشیء لا یعطیه)) نشو کولی هغه څه ته بلنه ورکړو چې په اړه یې علم نه لرو. له بل پلوه قرآن کریم هم په هر هغه څه د پیروي کولو امر کړی چې علمي احاطه یې په اړه موجوده وي او له دې منع کوي چې له علم پرته د یو څه پیروي وکړو: 

﴿وَلَا‌ تَقْفُ‌ مَا‌ لَیْسَ‌ لَكَ ‌بِهِ ‌عِلْمٌ ۚ‌إِنّ ‌السّمْعَ ‌وَالْبَصَرَ‌ وَالْفُؤَادَ ‌کُلّ  أُولََئِك کَانَ‌ عَنْهُ ‌مَسْئُولًا) ژباړه: هغه څه چې په اړه یې پوهه او خبر نه لری، پیروي یې مه کوی؛ ځکه غوږونه، سترګې او زړهٔ ټولو مسؤل دي. 

پر همدې اساس شیخ الباني وايي:

فإننا‌ نعلم ‌الیوم‌ بأن‌ هناك ‌طائفة‌ کبیرة‌ جدّا ‌یعدون‌ بالملایین‌ من ‌المسلمین ‌تنصرف ‌الأنظار‌ إلیهم‌ حین‌ یطلق ‌لفظة:‌ الدعاة و‌أعنی ‌بهم: ‌جماعة‌ الدعوة،‌ أو: ‌جماعة‌ التبلیغ و مع‌ ذلك ‌فأکثرهم‌ کما‌قال‌الله(ج): ﴿وَلَکِنّ ‌أَکْثَرَ‌ النّاسِ ‌لَا‌یَعْلَمُونَ﴾(روم:۳۰) نن موږ د داسې یو جریان شاهدان یو چې د هغوی ډله میلیونونو ته رسیږي، کله هم چې د عوت خبره کیږي دې ډلې ته پام ور اوړي. دا ډله د تبلیغ والا ډله ده. له دې وصف سره ـ سره هغوی ددې ایات مصداق دي چې وايي: (( مګر ډيری له دوی څخه نه پوهیږي)).

تبلیغیان په خدای باندې د ایمان دعوت ورکوي او په زړونو کې د یقین او باور په تحکیم باندې توصیه کوي؛ مګر له دې ناخبره دي، چې ایمان څه شی دی؟ ایا اعمال هم د ایمان برخه ده کنه؟ له اسلام سره د ایمان توپیر په څه کې دی؟ ایا ایمان زیادت او کمښت مني او کنه؟ قلبي تصدیق څه ته وايي او له معرفت، پوهې او شناخت سره څه اړیکې لري؟ له دوی څخه ځینې یې دومره محدودفکره دي چې د مخالف لوري هیڅ ډول خبره نه اوري او دا هغه آفت دی چې نږدې ټول اسلامي خوځښتونه او ډلې پرې اخته دي. 

داسې ډېرې نمونې لیدل کیږي چې انسان خپل فردیت په یوه ډله کې ورک کوي او دا فردیت د یوې تجمع په منځ کې حل کیږي، مانا دا چې خپل فردیت د ډلې قرباني کیږي. کله چې داسې وشي، فرد فکر کوي چې پر اړوندې ډلې نیوکه پر دهٔ نیوکه ده او لاسته راوړنې یې هم د ځان بولي. له دې څخه ښکاري چې انسان ته نور انسانان او هغه څوک چې ددهٔ په څېر فکر ولري ، دوه ډوله دي: ۱) خپل او ۲) پردي. دی خپل هغه چاته وايي چې له دهٔ سره په ټولنیزه-دیني ډله کې یو ځای وي یا د یوې ډلې پیروي کوي او هر څوک چې له دې ډلې نه وي د دوی لپاره بیګانه یا پردي ښکاري. د افرادو دا ویش یوازې تقسیم بندي نه ده، بلکې یو ډول ارزښت پالنه هم ده، خپل، له اعتقادي پلوه مصیب (حق ته رسیدلي) او له اخلاقي اړخه په ټولو فضایلو او ديني ارزښتونو باندې پټ او باخبره بولي، په داسې حال کې چې پردي یا بیګانهګان محق نه ورته ښکاري او د دوی له زاویې په ډېرو ارزښتونه او اخلاقي فضایلو نه وي خبر. هم دا لامل دی چې له نورو مسلمانانو سره د دوی اړیکه او چلندونه هغسې نه وي، څه ډول یې چې له خپل غړیو او تبلیغیانو سره کوي. د دوی په منځ کې هغه چاته چې له ډلې یې نه وي، ډېر کم فرصت او یا هیڅ فرصت نه ورکول کیږي. که هر څومره عالم او فاضل انسان ورولې؛ نو د بحث او مباحثې موقع نه ورکوي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې دعوت د مسلمانانو ټولنیز او دیني مسئولیت دي. او په دې ا ړه خورا زیات نصوص شته چې دا خبره مدلله کولی شي. د نمونې په شکل دا چې الله فرمايي: 

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ ‌وَالْمُؤْمِنَاتُ ‌بَعْضُهُمْ ‌أَوْلِیَاءُ ‌بَعْضٍ ۚ ‌یَأْمُرُونَ ‌بِالْمَعْرُوفِ ‌وَیَنْهَوْنَ ‌عَنِ ‌الْمُنکَرِ ‌وَ یُقِیمُونَ ‌الصّلَاة‌َ وَیُؤْتُونَ ‌الزّکَاةَ ‌وَیُطِیعُونَ‌ اللّهَ ‌وَرَسُولَهُ ۚ‌ أُولَئِكَ‌ سَیَرْ حَمُهُمُ ‌اللّهُ ۚ‌إِنّ ‌اللّهَ‌عَزِیزٌ ‌حَکِیمٌ﴾(توبة٧1).  ژباړه: مومنې ښځې او مومن سړي د یو او بل ولیان (ملګري او خواږدي) دي. په نیکیو امر کوي او له بدیو منع؛ لمونځ قایموي او زکات ورکوي. خدای او د هغهٔ د استازي پیروي کوي. ژر ده چې خدای(ج) به په هغوی رحم وکړي، خدای(ج) ډېر توانمند او حکیم ذات دی.  

دا ایات په نیکیو امر او له بدیو څخه منع د ټولو مسلمانانو مسئولیت بولي او د ښخې او سړي له جنسیتي توپیري هیڅ بحث نه کوي؛ بلکې دعوت او بلنه په نوم مسلمان ته د رسالت او مسئولیت په بڼه ورپیژني. له دې سره ـ سره دا هم باید ووایو چې له هر څه وړاندې د معروف او منکر شناخت ضرور دی. هر کله چې داعي یا دعوتګر ته د معروف او منکر ترمنځ پولې نه وي معلومې او په دې پوه نشي چې دا برخه کوم شرایط لري، همدا ډول د معروف په مرتبو پوهه ونلري، بلنه یې ځای نه نیسي. څوک چې له دې شناخت پرته بلنه او دعوت کوي، ګواکې په توره تیاره کې هدف په غشیو ولي. پر دې مسایلو د پوهیدو لپاره په کار ده چې لومړي روشمند تعلم او تلمذ ترسره شي او بیا پرلپسې زده کړه وشي او دا هغه څه دې چې بدبختانه تبلغي جماعت یې نلري.

له دې ورهاخو ددې ډلې غړي د عقیدې، اخلاقو او دیني احکامو په اړه هر ډول حدیث باندې استناد کوي، بې له دې چې د روایاتو صحیح والی او سقم معلوم کړي. د ضعیفو روایتونو انتساب پیغمر(ص) ته له دې سره مرسته کوي چې له دین څخه مشبوه شناخت رایج شي او دا خورا ستر خطر دی چې دین ورسره مخ دی. خدای مه کړه داسې شي چې پر ضعیف او نافهمه احادیثو تکیه د دین خورا بده څهره وړاندې کړي. په پای کې به دین د داسې چا له خوا تحریف شي چې پخپله د دینداري او قوي عقیدې خبره کوي او دین ته خورا مخلصانه خدمت کوي. دا هم باید ووایو چې یوازې په نیت کې اخلاص د صواب لاره نه ده. که یو سړی خالصانه دین ته خدمت کوي، دا مانا نه لري چې په دین لازم فهم لري او حق ته نژدې دی. 

له علم او ذکر څخه د دوی تعبیر ـ چې د تبلیغیانو له شپږو اصولو هم دي ـ خورا سطحي دی او داسې فهم دی چې د یو څو ایاتو له ظاهري شناخت ـ نه عیمق فهم ـ څخه ترلاسه شوی دی. علم ددې جماعت په خبره صرفا دیني علم ته شامل دی او دا هغه تېروتنه ده چې ډیر اسلامي خوځښتونه یې تکراروي. خدای(ج) ادم(ع) ته دشیانو د نومونه تعلیم ورکړ(بقره:۳۱) او که چیرې د څېزونو نومونه د هماغو څیزنو او پدیدو په اړه آګاهي وبولو؛ نو هغه څه چې آدم(ع) ته خدای ور زده کړي د طبیعي علومو برخه ده. له دې پرته د فاطر سورت اته ویشتم آیت ( ِنّمَا یَخْشَى اللّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) هم دې ته اشاره کوي او بې له دې چې  دیني علوم یا دیني عالمان ترې فهم کړو عصري علومو (د دوی په اصطلاح ـ ژباړن ـ) ته هم شامل دي چې نبات پېژندنه، حیوان پېژندنه، هوا پېژندنه، خلک پېژندنه، ځمکه پېژندنه او نور یې برخې دي. ددې موخې لپاره په کار ده چې ددې آيات او مخکیني آیات سیاق ته پام وکړو. د علم تحدید یوازې دیني علم ته او ددې نظریې عامول چې هر چیرته په قرآن کې د علم خبره شوې؛ نو مراد ترې دیني علم لکه: تفسیر، حدیث، فقه، اصول فقه دي، خورا بېځایه او تقلیل پلوه تصور دی. د تبلیغي جماعت غړي ددې فکر او لارې مبلغان دي او تر نورو ډېر د دا ډول فکر په عاملو لګیا دي.

۲ـ د وخت له غوښتنو بېخبري:

دا ټولو ته معلومه ده چې هره زمانه او وخت ځانګړې غوښتنې او اړیتاوې لري او کله چې کوم جریان یا خوځښت دې غوښتنو او اړتیاوو ته پام ونه کړي، نو له ماتې سره مخ کیږي. انسانان له الهي منشاء څخه لري شوي او بېلابېلې ستونزې او سرغړونې رایجې شوې، یعنی بشر بیلاری شوی دی. اوس چې دې ډول بشر ته بلنه او دعوت ورکوې؛ نو بېلابلې لارې دي او اړتیا ده چې له دې لارو استفاده وکړې. تبیلغیان له دې اړتیاوو او غوښتنو ناخبره دي او ویلی شو چې دوی له زمانې روسته روان دي. دوی د ځینو مسایلو او موضوعاتو په اړه داسې بحث کوي چې ته به وايي د خلفاوو راشیدینو زمانه ده او هیڅ ډول تغییر نه دی رامنځ ته شوی. تبلیغیان تر ډېره پورې د اوسنۍ زمانې پوښتنو ته ځواب نه لري او د ټکنالوژي په برخه کې له ټولو تغیراتو ناخبره دي، دوی په دې اړه هم نه پوهیږي چې په اوسنۍ زمانه کې کوم فلسفي-فکري مکتبونه او د دینونو ترمنځ کوم ډول بحثونه رامنځ ته شوي دي، تر دې چې د اسلامي کلام په اړه هم څه نلري. دوی یوازې د هغه څه په اړه تبلیغ ورکوي چې اورېدلي یې دي او هغه تر ډېره پورې په مسموعاتو ولاړ دي. 

دې کې شک نشته چې اسلام ته بلنه د هر مسلمان مسئولیت دی چې په واسطه یې ګمراهي او هدایت له یو بله جدا کیږي او د ایمان څراغ د زړونو په تاریکیو کې روښانیږي. له دې سره ـ سره دا هم د ویلو ده چې د بلنې ډول په هره زمانه او ځای کې تغییر مومي او تجدید پیدا کوي. د اړیکو په زمانه کې له سنتي وسیلو کار اخیستل، غوره پایله نه لري او دا هغه برخه ده چې تبلیغي جماعت یې په اړه خورا جالب دریځ لري. د بیلګې په ډول دوی د سهروزې، چهلروزې، څلورمیاشتو لپاره د سفر اراده کوي او د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته روانیږي، په لاره کې له ډول ـ ډول ستونزو سره مخ کیږي، مصارف کوي او دوه سوه نورې ستونزې؛ مګر که له نویو لارو او اسانتیاوو استفاده وکړي، هر چیرته خپله بلنه رسولی شي او ځانونه له ستونزو را وباسلی شي. (( تبلیغي حضرات باور لري چې له نویو او مدرنو وسایلو کار اخیستل د مجاهدې ارزښت را کموي دوی فکر کوي چې دعوت کې باید ستړې او ستونزې وزغمل شي؛ ترڅو ثواب یې زیاد شي. دوی باور لري، چې بلنې پسې باید له کوره ووځې، مدعیونو پسې لاړ شې. دعوت له کوره د مجاهدې په مانا نه ده؛ مګر دا هغه باور دی چې په ځینو حالاتو او له ځینو پدیدو سره په برخورد کې نه یوازې دا چې ثواب نه کموي؛ بلکې د دین او عقل غوښتنه هم ده. مجاهده په هغه مانا چې تبلیغي حضرات یې کاروي پخپله ددې کلمې ماناییز تقلیل دی او د تفسیر هغه برخه په کې کمرنګه ده چې زماني او مکاني شرایطو ته په پام په وړاندې کیږي. ـ ژباړن ـ ))

۳ـ جبر باوري: 

له کلامي لحاظه تبلیغي جماعت جبرباوره، جماعت دی او یا دې ډول طرز تفکر ته بیخي ور نژدي جماعت بلل کیږي. دوی په نړۍ کې د خدای(ج) له قدرت او مستقیم حضور څخه تل خبرې کوي او ټولې لارښوونې یوازې د خدای(ج) د ادارې پایلې بولي چې بشري اراده پکې هیڅ ارزښت نلري. په الهي قدر او قضا ډېر تاکید، د روزي مقدر والی، عمر او هغه پارسایي چې د ژوندی انسان اختیار او انساني اراده باید په ځمکه په کې ولویږي او مطلق تسلیمي ومومو، هغه ځانګړنې دي چې دې جماعت کې له ورایه لیدل کیږي. دا ډول فکر په خپل نفس کې تیروتی فکر نه دی؛ مګر انساني اختیار ـ چې په اړه یې ډېر قرآنی ایاتونه او د محمد(ص) ژوند ښې او ډېرې نمونې لري ـ دومره تقبیح شوی چې حد او اندازه نه لري. ((له دې وروستیو دوو پیړو ورهاخوا ټول اسلامي تصوف او عرفان له جبرباوري څخه مالامال دی. ددې لارې لومړني او ستر لارویان هم جبرباوره دي. صوفیانو د خدای(ج) په وړاندې انسان دومره ذلیل او خوار کڼي چې هیڅ انساني اختیار نلري. انسان ریښتا هم د خدای(ج) په وړاندې د ماشې په اندازه اختیار او زور نلري؛ مګر دا باید هیره نشي، چې الله(ج) خپل روح په کې پو کړی، د ځمکې خلیفه یې ټاکلی، له ملایکو یې مقام او مرتبه لوړه ده، دنیا او ژوند دی تغیرولی شي او کاینات هم دغه انسان ته مسخر کړی شوي. دا هغه برخې چې انسان باید په خپل غرور او اختیار وویاړي. مانا دا چې دی مستقیم لاس لري د ژوند په ټولو چارو  او پریکړو کې، که موږ له انسانه دا هر څه واخلو نو زموږ شتون او هڅې بې مانا دي. ـ ژباړن ـ ) د اختیار نفې کول په یوه مانا د تبلغي جماعت وجودي فلسفه له منځه وړي او دا هغه برخه ده چې دوی ترې غافله دي؛ ځکه که انسان دومره مجبوره وي، څومره چې دوی باور لري؛ نو د بلنې او دعوت لپاره اړتیا څه ده!؟ له تاریخي پلوه هغه تبلیغ چې جبرباوري وړاندې کوي په اسلامي ټولنه کې انحطاط رامنځ ته کوي؛ ځکه خو له ۱۹مې پیړۍ را دیخوا ډیری دیني مصلحانو په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي. دوی کوښښ کوي چې انساني اختیار ته ځای پیدا کړي او دا یې د انحطاط د له منځه وړولو لپاره غوره لار بللې ده. د اقبال لاهوري وینا ده چې وايي: 

خدا آن ملتی را سوروری داد

که تقدیرش به دستِ خویش بنوشت

به آن ملت سرو کاری ندارد

که دهقانش برای دیګران کشت

۴ـ د تګلارې محدویت:

تبلیغي جماعت د تربیې او خپلو زدهکړو لپاره ځانګړې لارې او طریقې لري. هغوی ددې لپاره چې دې موخې ته ورسیږي ((تشکیل)) جوړوي او په تشکیل داسې یو کس امر ټاکي چې عموما ددې ډلې له پخوانیو غړو څخه وي. ددوی تشکیلات تر ډېره پورې ((سه روزه))، ((چهل روزه)) او ((یو کال)) وي. په تبلیغي جماعت کې رسیدلی تبلیغي هغه دی چې ((یوکال)) یې لږولی وي او د بلنې او دعوت لپاره یې کورنۍ او کور پرېښی وي، دا هم د یادولو وړ ده چې د یادې شوې موخې لپاره د والدینو، ښځو، بچیانو او نورو اجازه شرط نه ده؛ ځکه د دوی په خبره کله چې دعوت ددې عناصرو له دخالت پرته ترسره شي؛ نو هماغه بیا د خدای(ج) اطاعت بلل کیږي او د خلکو هغه اطاعت چې د خالق معصیت په کې وي، اعتبار نه لري(لا طاعة لمخلوق فی معصیة الخالق). روا نه ده چې د تبلیغي جماعت غړي د تشکیل په وخت کې له کور، کورنۍ، ملګرو او نورو خلکو سره اړیکې ولري؛ ځکه د دوی په خبره دا هغه څه دي چې په دې تربیتي او معنوي پروسه کې سکتهګی رامنځته کوي. 

ددې ډلې غړې د خدای(ج) اطاعت او پیروي د بشر له اطاعت سره په عرض کې ږدي او په دې ډول سره د خدای(ج) اطاعت ته د خلکو د اطاعت په نسبت ترجیح ورکوي  او دا هغه موضوع ده چې ستونزه په کې نشته؛ مګر خبره داده د والیدینو او مخلوق اطاعت نفي کوي او دا د بحث وړ مسئاله ده. تبلیغي جماعت د خپلو زدهکړو او موخو لپاره یوازې له یوې لارې استفاده کوي او هغه د دوی په خبره ((تشکیل)) دی. تشکیل ـ پرته له دې چې لنډمهاله یا اوږدمهاله ده ـ په خپله یوه ځانګړې موضوع ده چې تشخیصي جنبه لري او هیڅ دیني نص یې په اړه د تائید خبره نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د مورو او پلار رضایت د خدای(ج) له رضایت سره یو ځای یاد شوی دی. نو څنګه شونې ده چې هم تشکیل وکړو او هم د مور او پلار رضایت ترلاسه کړو؛ ځکه تبلیغي جماعت په تشکیل که د مور او پلار رضا ته پام نه کوي. 

دا شونې ده چې انسان له تشکیل پرته، اسلام ته بلنه وکړي، هغه ډول چې د پیغمر(ص) او د هغه اصحابو بلنه له تشکیل پرته ترسره شوې. دا منو چې تشکیل د بلنې یوه لاره ده؛ مګر خبره په دې کې ده چې تشکیل د بلنې یوازیني لار وبلل شي. تشکیل د داسې یو امر په توګه منل چې واجبو ته یې مقام رسیدلی او انکار ترې ناشونی دی، له اجتهادي ماهیت څخه ددې حضراتو بیخبري ښایي. له دې پرته په دې اړه هم اختلاف موجود دی چې اسلام ته بلنه او دعوت عیني فریضه ده او که کفایي. په داسې حال چې د مور او پلار اطاعت فرض عین دی  ـ یوازې په ځینو نادرو حالاتو کې چې اسلام کې یې په اړه تصریح شوې ده ـ پایله داده چې اوس څنګه کولی شو، چې فرض عین له پامه وغورځو او هغه واجب یا عمل پسې ټینګ ونښلو چې په عیني او کفایي حکم کې یې خورا زیات اختلاف دی!؟ 

۵ـ د موضوعاتو محدودیت:

بې لهشکه هغه دعوت چې له موضوع پرته ترسره کیږي بېفایدې دی او د عقل له مخې هغه څه ته بلنه کول چې موجود نه وي، محال دی. له دې ښکاري چې بلنه او دعوت باید موضوع ولري او دا موضوع باید ښکاره او روښانه وي. په دې لړ کې تبلیغي جماعت شپږ اصول لري چې د ددې خوځښت د بنسټایښودونکو له لوري وړاندې شوي دي: 

۱ـ کلمه طیبه (لا اله الاالله محمد رسول الله) 

۲ـ د لمونځ قایمول؛ 

۳ـ علم او ذکر؛ 

۴ـ د هر مسلمان احترام او اکرام؛ 

۵ـ اخلاص؛ 

۶ـ د خدای(ج) په لاره کې وتل؛ 

د تبلیغي جماعت تبلیغ د دې شپږو برخو په محدوده کې ترسره کيږي او له دې څخه د باندې بحث نه کوي. له دې اصول څخه ځینې یې مبهم دي او مخاطب پر دې نه پوهیږي چې اصلي موخه ترې څه ده. د بیلګې په ډول روښانه نه ده چې د خدای(ج) په لاره کې وتل یعنې څه ډول؛ ځکه دې لاره کې وتل په دین که د تفقّه لپاره هم شته (د توبې سورت ۱۲۲ شمېره آیت) او د نورو د دعوت لپاره هم. په ښکاره ډول داسې معلومیږي چې د خدای(ج) په لاره کې له وتلو څځه ددې ډلې موخه داده چې نور خلک دین ته دعوت کړي؛ ترځو په دین باندې پوهه ترلاسه شي. په همدې شکل علم هم په نافع او غیر نافع ویشل کیږي او د حضراتو په دې اصولو کې د نافع او غیرنافع علم څخه یادونه نه ده شوې. له دې پرته دا اصول په یو بل کې دخیل دي، د بیلګې په ډول د خدای(ج) په لاره کې وتل د اخلاص تابع کیدلی شي او له یوې کلې زاويي دا ټولو اصول د لومړي اصل په رڼا کې، یو کیدلی شي. دا ډله له ځینو اساسي پوښتنو سره مخ ده. مثلا، اسلام یوازې په دې شپږو خبرو کې محدود دی او که نه د انسان ټول ژوند ته شامل دی؟ ددې لامل څه ده چې د اسلام دعوت دی، په دې شپږو اصولو کې را حصار شي؟ ایا د یوهٔ اسلامي دولت جوړولو ته بلنه، ترقي او پرمختګ ته د خلکو تشویق او ترغیب، اقتصادي پرمختګ ته بلنه  او ځیې نورې برخې هم، دعوت بلل کیږي او کنه؟

اسلام اخلاقي او اعتقادي احکام لري او د هودیت په څېر دین نه دی چې یوازې عملي احکام او قوانینو ته ژمن وي. همدا ډول اسلام عملي قوانین او احکام لري چې په مسیحیت کې نه لیدل کیږي او یواي اعتقادي امورو ته په کې پام شوی دي. پر دې سربیره سلګونه علمي، تاریخي، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او .. طرحې کولی شو له دې وحیاني دین څخه ترلاسه کړو. له دې تبلیغ ښکاري چې ځینو برخو ته هیڅ پام نه دی شوی او ځینې برخې دومره سترې شوې چې حد یې نشته. اسلام د وحی پر بنسټ ـ که هغه جلَی وحې وي او که خفي ـ ډ دېرو ابعادو او برخو درلودنکی دی چې د رشد لپاره یې باید متوازن کوشش وشي؛ ترڅو وکولی شو د ژوند په ټولو او بیلابېلو چارو کې د اسلام تجلی ووینو. د دینداری نامتوازنه پرمختګ او وړاندې کول او صرفا د ځانګړو برخو په اړه بحث کول، ددې لامل ګرځي چې د دین ځینې مهمې برخې له نظر او عمل پاتې شي او دین یو ډول تجزیې او کمښت سره مخ شي. (خدای مکړه). 

اساسي پوښتنه داده چې ایا ددې شپږو اصولو لپاره کوم شرعی دلیل شته او کنه؟ تر کومه ځایه چې زه پوهیږي هیڅ آیت او روایت په دې اړه نشته، چې وکولی شو د هغه نص پ رڼا کې اسلامي دعوت په دې شپږو اصول کې محدود کړو. بل پلو د ایمان او اسلام په اړه د جبریل(ع) هغه پوښتنې چې له پیغمبر(ص) څخه یې کړې، ددې شپږو اصول سره هیڅ اړیکه نه لري. ښکاره خبره ده چې دا اصول اجتهادي او استقرايي ډول سره رامنځ ته شوي؛ نو له یو اړخه د یقیني علم په برخه کې ګټور نه دي او له بل پلوه په نورو باندې هیڅ ډول الزامیت هم نه لري. 

۶- د دین فردي کول:

هغه ډول ویل کیږي، تبلیغي جماعت تر ډېره پورې فردي اصلاح ته کار کوي او د سترو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نړیوالو پیښو او توپیرونو په وړاندې بېدریځه او بې خبرو ده او په ډېره اسانۍ سره د ورته مسایلو له څنګه تیریږي.  په داسې حال کې چې د اسلامي دولت د جوړولو لپاره او د یو اسلامي سیستم د بریالي کیدو لپاره هڅې او هاند، په دې برخه کې خلکو ته شناخت او دعوت ورکول، د اسلام له لومړیتوبونو څخه ده، چې پرته له دا ډول نظام څخه ډيری دیني احکام معطل کیدلی شي. د بیلګې په ډول د شرعي حدودو اجراء، د زکات جمع کول، د عامه امن رامنځ ته کول او د خپلو پولو ساتل هفه ځه دي چې اسلامي فقیهان یې له اسلامي دولت پرته ناشوني بولي او د ورته دولت په اقامه کې عملي کیدلی شي. 

د اسلامي دولت د جوړیدو په اړه د دوی بېپامي او د تري کوونکو هېوادونو په وړاندې د تبلیغي حضراتو بې تفاوتي هغه څه دي چې دوی یې غیرسیاسي ډله یا خوځښت وړاندې کړی دی، چې دوی دین یوازې فردي نصیحت او اخلاقي امورو ته را ټیټ کړی. ددې ډلې له زاویې سیاست هغه ممنوعه ونه ده چې نه باید ورته نژدې شو. دا کار په عمل کې د تیريکوونکو هېوادونو لپاه ګټه ده او له تبلیغیانو سره یې یو ډول نااعلان شوی توافق کړی دی. سیاسي سیکولاریزم له مو ډېر څه نه غواړي یوازې دومره چې دین له سیاسي امورو وباسو او سیاسي کارونه د دین له زاویې ترسره نه کړو، که مو داسې وکړل نو سیکولاریزم زموږ د نیمې شپې له تهجدو، د نوافل له ادا، ذکر او نورو اعمالو سره کار نه لري، او هغه ستايي هم. شاید همدا لامل وي چې تبلیغي جماعت له هندي دولت سره ښې اړیکې درلودې او اروپایي هېوادونه هم په زړه کې ترې ویره نه لري. تبلیغي جماعت دداسې یو اسلام تبلیغ او دعوت کوي چې په نړۍ کې هیڅ مخالف نه لري او د نړۍ نامشروع او تیري کوونکي نظامونو ته ترې هیڅ خطر نه پیښیږي. دا د دنیا پروا نلري په داسې حال کې پیغمبر(ص) راهبانه تګلاره نفې کړې ده او د الله(ج) په لاره کې یې جهاد رهبانیت ښودلی دی. هغه ډول چې روایت شوی دی:  علیك ‌بالجهاد ‌فإنه ‌رهبانیة ‌أمتی. په تا جهاد واجب دی او رهبانیت دادی چې د الله په لاره کې جهاد وکړي او د مولانا خبره ده چې وايي: 

مصلحت در دین عیسی غار و کوه 

مصلحت در دین ما جنګ و شکوه

۷ـ صوفیانه نړۍلید: 

تبلیغي جماعت له تصوفي او عرفاني جریان سره ځینې ګډې ځانګړنې لري او نړۍ ته یې کتنه نژدې صوفیانه او زاهدانه ده، ځکه د  صوفیانو په څير دنیا د دوی په نظر کې خورا بېارزښته څېز دی او ټول فکر یې اخرت ته متوجه دی. دوی وايي چې دنیا فاني ده او بلې نړۍ ته زموږ تګ حتمي دی، دا سمه خبره ده؛ مګر دوی ددې دوو خبر پر تکیې، اصلي کامیابي د اخرت کامیابي بولي او د حقیقي او واقعي کامیابي ترمنځ فرق نه کوي. په دې ډول فکر کې پر تکنالوژي او نړۍ باندې لاسبري، د بحر و بر تسلط او سیاسي، نظامي اقتصادي تفوق هغه څه دي چې نامسلمانانو پرې تکیه کړې او دا هغه لاس ته راوړنې دي چې کفارو ترلاسه کړې دي، دا هماغه دنیوي او واقعي بریالیتوب دی چې په سترګو یې وینو؛ دا هم منو چې د حقیقي او پایدارې کامیابي په وړاندې بې ارزښته ده. دې موضوع ته په ډېرو آیاتونو کې اشاره شوې ده، د بیلګې په ډول د توبې (۸۸ـ ۸۹) آیات کې: 

لََکِنِ الرّسُولُ ‌وَالّذِینَ ‌آمَنُوا ‌مَعَهُ ‌جَاهَدُوا ‌بِأَمْوَالِهِمْ ‌وَأَنفُسِهِمْۚ ‌وَأُولََئِكَ ‌لَهُمُ ‌الْخَیْرَاتُ ۚ ‌وَأُولََئِكَ ‌هُم‌ُ
الْمُفْلِحُونَ ﴿۸۸﴾ أَعَدّ ‌اللّهُ ‌لَهُمْ ‌جَنّاتٍ ‌تَجْرِي ‌مِن ‌تَحْتِهَا ‌الْأَنْهَارُ ‌خَالِدِینَ ‌فِیهَا ۚ  ‌ذََلِكَ ‌الْفَوْزُ ‌الْعَظِیمُ﴿۸۹﴾. ژباړه: مګر پیغبر(ص) او هغه کسانو چې ایمان یې پرې راوړی، پر مالونه او ځانونو جهاد  ونه کړ!؟ او ټولې نیکۍ د هغوی لپاره دي، او هم دوی هماغه بریالي(پیروز) دي. خدای د دوی لپاره د جنت باغونه تیار کړي چې له ونو لاندې یې ویالې روانې دي، د تل لپاره به هلته پاتې شي او همدغه ریښتونې کامیابي(پیروزي) ده.  

په دې کې شک نشته چې خدای(ج) د هغه چا کوښښونه او مجهادې نه ضایع کوي چا چې د الله(ج) په لاره کې زحمت وګاله؛ مګر خبره دلته ده چې ولې مسلمانان له دې سره ـ سره چې حقیقي ماته نه خوري د دنیا په بازار کې مات شوي دي؟ ایا داسې نه ده چې حقیقت تل بریالی وي او باطل تل معروض؟ خو واقعیت ولې ددې خلاف موږ ته د سترګو په وړاندې ولاړ دی؟ دا سمه ده که چیرې مسلمان په دې لاره کې مړ شي؛ نو حقیقتا ماته یې نه ده خوړې؛ ځکه د شهادت مرتبې ته رسیدلی دی او که چیرې ژوندی پاتې شه الله(ج) ورته بدله ورکوي. حقیقي بریالیتوب موږ ته ولې واقعي بریالیتوب نشي راکولی او اسلامي سیاسي حرکتونه ولې تل د سیاست ساتنې لپاره ناکامي سره مخ دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ددې نړۍ په کش و ګیر کې د اسلامي خوځښتونه ناکامي ښه روښانه کولی شي. که موږ د تبلیغي جماعت له زاويې دې پوښتنې ته وګورو؛ نو ددې خوځښتونو اصلي حالت نشو درک کولی. دا هم د ویلو ده چې آخروي بریالیتوب لازما انسان ته دنیوي بریالیتوب نه ورکوي؛ مګر له دې سره ـ سره چې دنیا فاني ده، بېهوده نه ده پیدا شوې او حکیم خدای(ج) هیڅ شي بېفایدې نه پیدا کوي، قرآن کریم کې فرمايي:

(وَمَا‌خَلَقْنَا‌السّمَاءَ‌وَالْأَرْضَ‌وَمَا‌بَیْنَهُمَا‌بَاطِلًا ۚ) ژباړه: موږ اسمان او ځمکه او هغه څه چې ددې په منځ کې دي، بېهوده نه دي پیدا کړي. 

دنیا که بې ارزښته وبولو؛ نو خدای(ج) ته به مو داسې څه انتساب کړي وي چې بېفایدې یې پیدا کړی دی او دا د خدای(ج) په شان کې محال خبره ده. زه په دې نه پوهیږم هغوی چې دې ډول نړۍلید ته رسیدلي، په دې یې هم فکر کړی چې پایلې یې څه دي او په عمل او نظر کې یې خپلو سترګو ته دا باور درولی، کنه؟ 

۸ـ د دنیا او اخرت تر منځ خط کش کول: 

یو بله ستونزه چې دا جماعت یې لري داده چې د دنیا او اخرت ترمنځ یې خط کش کړی دی. په دې ډول چې دوی دنیا له اخرت څخه بیله بولي او د اخروي او دنیوي کار ترمنځ اساسي توپیر باندې باور لري. ځکه خو دوی ډیری وخت ذکر او نوافلو ته ورکړی او په هغه وخت کې چې دا کار کوي؛ هیڅ ډول دنیاوي کار ته لاس نه وروړي. هغوي ځینې وختونه اخروي کارونه ته ځانګړي کوي، ترڅو د الله(ج) رحمت پرې وشي. زموږ په دیني تفکر کې یوه بله نړۍ هم شته چې هلته انسانان د خپلو عملونو ثمره ګوري او جزا ترلاسه کوي او هغه له اخرت څخه عبارت دی. په اسلام کې دا بسنه نه کوي چې ته یوازې په آخرت باندې ایمان ولري، بلکې دنیا او اخرت یو بل پسې نښتي دي او ددې په منځ کې فاصله نشته. له دې توضیح سره، ویلی سو چې دنیوي کارونه له اخروي هغو سره نشو بیلولی ـ هغه څه چې په مسیحت کې شته ـ او ددې ترمنځ کومه پوله نه ده پرته. اصلي خبره داده چې د اخرت او دنیا ترمنځ فاصله نشته او آخرت له دې پرته هیڅ دی چې موږ د دنیا د عملونه جزا په کې ووینو. هغه ډول چې قرانکریم کې راغلي: 

(وَأَقِیمُوا ‌الصّلَاةَ ‌وَآتُوا ‌الزّکَاةَ ۚ‌وَمَا ‌تُقَدِّمُوا ‌لِأَنفُسِکُم ‌مِّنْ‌خَیْرٍ ‌تَجِدُوهُ ‌عِندَ‌اللّهِ ۚ‌إِنّ‌ اللّهَ ‌بِمَا‌ تَعْمَلُونَ‌ بَصِیرٌ)(بقره۱۱۰) ژباړه: او لمونځ ادا کړی، زکات ورکړی او هر هغه عمل جې د ځان لپاره یې لیږی د خدای(ج) په وړاندې (اخرت کې یې بدله) ترلاسه کوی، خدای ستاسو اعمال ګوري.

له دې آيات ښکاري هر هغه څه چې په دې نړۍ کې ترسره کوو، حاصل او پایله به یې اخرت کې ګورو؛ نو هر څوک چې ښه دنیوي زندهګي ونه لري اخروي حیات به یې هم مطلوب نه وي. ( من لا معاش له لا معاد له) دنیا او اخرت یو په بل پسې تړلي دي او نشو کولی چې ددې کارونه او اعمال له هغې بیل کړو. ددې اصل پر بنسټ زموږ د اخروي ژوند سرنوشت دنیاوي ژوند ټاکي. هغه ژوند کې چې نه سیاسي، نه اقتصادي، نه اجتماعي او نه هم فرهنګي پرمختګ لرو او له دې ټول روستهوالي څخه دردیږو، د دینداري برخه نه ده او نشو کولی چې له دې امله د باکماله دینداري ادعا وکړو او د ورته خلکو دینداري له هر ډول عیب او نقص څخه پاکه وبولو؛ ځکه باکماله دینداري انسان ته دینوي بریالیتوب ورکوي او دین په دې کې دی چې څنګه انسان ته دنیوي او اخروي کامیابي ور په برخه کړي.

تبلیغي جماعت د ماذیګر او ماسپښین لمونځونو ترمنځ خپل ټول وخت اذکارو ته ورکوي او په دې موده کې هیڅ بل کار نه کوي، بې له دې چې ذکر وکړي او د خدای(ج) عبادت ترسره کړي. دوی فکر کوي چې په دې وخت کې یې اخروي کار ترسره کړی او دنیا یې پرېښې ده. پوښتنه داده چې، که چیرې یو عالم او پوه انسان له ماذیګره تر ماښامه پورې لابراتوار ته لاړ شي او د ذکر او اذکارو په ځای د دواګانو او نورو څېژونو د کشف لپاره هڅه وکړي او د خلکو د درملنې لپاره بېلابېلې دوایانې جوړې کړي؛ نو څه ډول کار یې کړی؟ ایا هغه عمل چې دې ډاکټر یا عصري عالم ترسره کړی اخروي دی که دنیوي؟ دا شونې ده چې ووايو، د تبلغي ذکر اخروي عمل و او د هغه چا عمل دنیوي دنیوي عمل دی، چې د انسانانو د ژوند ساتنې لپاره یې ترسره کړ؟ شاید وویل شي چې دا مسأله د هغهٔ عالم په نیت پورې تړلې ده؛ نو که نیت د خدای(ج) رضا وي اخروي دی او کنه نه دی. اوس چې د نیت خبره یاده شوه؛ نو ددې ضمانت هم نشته چې د ذکر په وخت کې د مسلمان نیت یوازې د خدای(ج) رضا ده، څوک خبر دي، که نیت یې ریاکاري وي، که داسې وي ددې په ځای چې ثواب ترلاسه کړي؛ نو عذاب به ویني. د دنیا او اخرت ترمنځ دا ډول توپیر رامنځ ته کول او کارونه په دنیوي او اخروي کارونو ویشل هیڅ پایله نه لري؛ مګر دا چې موږ د پرمختګ او تمدن له کاروانه پاتې شو.

۹ـ د دعوت ځمګنی قلمرو: 

تبلیغي جماعت اسلام ته د بلنې لپاره زیات کوښښ کوي چې په خپل نفس کې د ستاینې وړ ده؛ مګر دا باید ووایو چې د دوی بلنه په هيڅ ډول سره کافي او بسنده نه ده او نشي کولی چې د اسلام په وړاندې د دسیسو او پلانونو مخه ونیسي. هغه ډول چې (الموسوعة المیسرة فی الأدیان والمذاهب والأحزاب المعاصرة) کې راغلي دي:  

ددوی عمل د هغه څه په وړاندې چې مسلمانانو ته ښه ژوند ورکړي او د ټولو اسلامضد مکتبونو او فکري جریانونو په وړاندې چې تل یې داسلام د نابودۍ هڅه کړې، هیڅ ارزښت نلري. له بل پلوه د دوی د کار تاثیر په هغه چا دی چې یوازې مسجد ته ځي راځي؛ مګر په هغه چا هیځ تاثیر نلري چې د ځانګړي فکر او ایدیولوژي لپاره کار کوي.

دا موږ ته راښايي چې هغوي چې د تبلیغي جماعت له لوري دعوت کیږي هغه څوک دي چې یو ډول فکري سطحې نه لري؛ بلکې هغه څوک دي چې بېلابېلې فکري ځانګړتیاوې لري او بیل نړۍلید لري. په تبلیغي دعوت سره نه کیږي چې ته د مارکسیزم، لیبرالیزم، ناسیونالیزم، اګزیستانسیالیزم، ایستوریزم او نورو ایزمونه پلویان او له دې مکتبونو متاثره شوي وګړي، اسلام ته دعوت کړي او یا د اسلامي فکر لوری ور وښايې. دلیل دادی چې د ورته وګړیو دعوت او بلنه په دې پورې تړلې ده، چې هغوی د یوه فکري جریان پلوي کوي او له دین هم ژور شناخت لري، په داسې حال کې چې تیلیغي داعي یوازې د دین په اړه سطحي شناخت لري او دا اندازه د اسلامي بشپړ دعوت لپاره هیڅ بسنه نه کوي.  

2 COMMENTS

  1. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته…

    الحمدلله چی ستاسو په څیر زیرک او واقعی بنانه اشخاص لرو، ښکلي، اړین، ضروري او مهم موضوعات مو څیړلي دي، چی د عامه پوهاوي لپاره خورا مهم دي، په قلم او ګوتو مو برکت شه، دلا بریا په هیله، جزاک الله خیرآ فی الدارین…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب