چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: طالبان یوه باغي ډله ده چې پر مسلمانانو تیری کوي

سرور دانش: طالبان یوه باغي ډله ده چې پر مسلمانانو تیری کوي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۹) سرور دانش وايي طالبانو له امریکا سره د سولې تړون کړی او په افغانستان کې هره ورځ بریدونه کوي چې افغانانو ته پکې مرګژوبله اوړي، نو طالبان د شریعت له مخې یوه باغي ډله ده چې پر مسلمانانو تیری کوي.

د ښاغلي دانش په خبره د افغانستان حکومت د قرآن او سنت په اساس، خو طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې په اساس د مذاکراتو د پرمخ بېولو غوښتونکي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې دا څرګندونې کړي دي.

د دانش په وینا افغانستان تر بل هر وخت د سولې راتګ ته اړتیا لري او باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

نوموړي دغه راز وویل، چې افغانستان کې د جګړې دوام او د اوربند نه منل هم د قران د صریحو نصوصو خلاف عمل دی.

هغه قضايي اداراتو ته په کتو څرګنده کړه چې د طالبانو له قضايي سیستم سره د پرتلې وړ نه دي او د حکومت هغه یې پېاوړې وبللې.

دانش په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بین الافغاني خبرو له پیلیدو شاوخوا یوه میاشت تیره شوې، خو لا هم د مذاکراتو پر تګلاره توافق نه دی شوی.

ولسمشر غني هم څو ورځې وړاندې ویلي و چې طالبانو ته یې د اساس په توګه د قران او سنت د ټاکلو وړاندیز کړی دی.

3 COMMENTS

  1. او ته یو مفسد او متعصب چارواکی یې چې د هیواد ارزښتونو او درون تاریخ ته سپکاوی کوې !

  2. هغه کسان چې د افغان ولس تاریخ او نورو ارزښتونو ته سپکاوی کوي، هغوی ته طالبان هم څه نه وایي او د طالبانو زور یې یوازې په خوارو او بېچاره پښتنو ښه رسېږي چې ویې وژني او په بمونو کې یې والوځوي.

  3. کله چی د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د تماس ډلی جوړی شوی ترڅو په طرزالعمل او اجنډا باندی سره فیصله وکړی نو طالبانو د حنفی مذهب خبره را پورته کړ یعنی د اهل تشیع مذهب څنډی ته کړ

    همدارنګه امریکا د ایران په هیواد باندی په تیره بیا په ۱۸ بانکونو باندی بندیز لګولی بل طرف ته طالبان ویلی دی چی هيله مند دي چې ټرمپ ژر روغ او بيا ولسمشر شي

    نو دلته داسی ښکاری چی طالبان هم د امریکا په فرمایش او پاکستان په مستقیم دستور ایران پلوه کسانو باندی نیوکی کوی او داسی ښکاری چی طالبان به داعش پر ځای د ایران او روسیی پر ضد ګام پورته کړی

    داسی هم ویل کیږی چی ګلبدین بیا غواړی اذربایجان او ارمنستان په جګړه کی د اذربایجان د ملاتړ لپاره خپل جهادی کسان د امریکا د ډالرو د لاسته راوړلو لپاره لاس په کار شی

    نو چی موږ له اول څخه ویل چی طالبان د امریکا او برتانیه په فرمایش جوړ شوی جنګی ډله ده چی همدا ملابرادر د ربانی او کرزی په غوښتنه خوشی نشو مګر د خلیلزاد او امریکا په غوښتنه او فشار باندی بندی شو او بیرته د سولی د شروع کیدو په خاطر خوشی شو او په څو ساعتونو کی قطر ته ولیږل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب