چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهله سختو جګړو وروسته اذربایجان او ارمنستان پر اوربند هوکړه وکړه

له سختو جګړو وروسته اذربایجان او ارمنستان پر اوربند هوکړه وکړه

تاند (شنبه، د میزان ۱۹) له سختو نښتو وروسته اذربایجان او ارمنستان پر اوربند هوکړه وکړه.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، اوربند له تېرې شپې راهیسې پیل شوی او دواړو خواوو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي دي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ د ناګورنو-قرباغ پر سیمې جګړه پیل شوې وه.

د یادونې ده چې تیره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند اذربایجان – ارمنستان تر منځ جګړه کې د اذربایجان په ننګه وسله وال د جنګ لپاره لېږلي دي.‌

خو د یادې ډلې د رسنیو د څانګې یوه مسؤل محمد یونس فدا تاند ته وویل، دا تبلیغات د ارمینیا له خوا شوي، چې اسلامي ګوند اذربایجان ته وسله وال لېږلي دي، خو دا خبره دروغ ده.

فدا وویل، ګوند یې اذربایجان ته هېڅ افغان د جنګ لپاره نه دی لېږلی او نه هم د اذربایجان حکومت ترې په دې هکله څه مرسته غوښتې ده او اذربایجان له جنګي پلوه په لوړ موقف کې دی.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%da%ab%d9%88%d9%86%d8%af-%d8%a7%d8%b0%d8%b1%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%ac%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87-%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب