پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهد پکتیا ولایتي شورا وایي د دې ولایت په ولسوالیو کې ګومارنې...

د پکتیا ولایتي شورا وایي د دې ولایت په ولسوالیو کې ګومارنې د طالبانو په خوښه کیږي

تاند(شنبه، د میزان ۱۹) د پکتیا ولایتي شورا غړي وايي، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پوهنې او روغتیا په برخو کې ګومارنې د طالبانو په خوښه ترسره کیږي.

وکیلان وايي، طالبان د هرې برخې لپاره ځانګړی کمېسیون لري او د پوهنې او روغتیا برخو کې ګومارنې ددغه کمېسیونونو له لارې تنظیمیږي او د دوی په خبره اړونده دولتي ادارې، خپل سرې ګومارنې نشې کولی.

په ورته مهال د پکتیا اوسېدونکي هم وايي، چې په ولسوالیو کې د پوهنې، روغتیا او ځینو نورو برخو کې ګومارنې له کلونو راهیسې د طالبانو په خوښه کیږي.

بل لورته د پکتیا والي حلیم فدايي د پوهنې او روغتیا برخو کې د طالبانو په خوښه ګومارنې ردوي او په دې اړه خپرې شوې ادعاوې بې اساسه بولي.

د پکتیا سربېره په ختیځ لغمان کې هم په یادو برخو کې ګومارنې د طالبانو په خوښه ترسره کېږي.

لغمان کې یوه داکتر د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته وویلې، چې یواځې په الینګار ولسوالۍ کې په یوه ورځ د دولت په خوښه ګومارل شوي داکتران د طالبانو په خوښه له دندې ګوښه شول.

1 COMMENT

  1. بیخي پر ځای خبره ده!
    یوازي په پکتیا کي نه بلکي په غزني کي هم دا تیر دوه کاله کیږي چي د سویډن د کمیټې په شمول د اکثرو ادارو لکه زراعتت معارف او صحت په برخو کي ګمارنې د طالبانو لخوا تر موافقې او خوښې وروسته تر سره کیږي):

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب