شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان، امریکا او ترکمنستان پر سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکارۍ خبرې...

افغانستان، امریکا او ترکمنستان پر سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکارۍ خبرې کړي

تاند(شنبه، د میزان ۱۹) د امریکا، افغانستان او ترکمنستان استازو د یوه ویډیوي کنفرانس پرمهال له یو بل سره د ګډې مرستې په ارزښت ټینګار کړی دی.

په دغه ویډیويي کنفرانس، چې په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل لخوا یې کوربتوب کېده، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه اخیستې وه.

د غونډې په ګډې اعلامیې کې راغلي چې ګډونوالو د سیمه ییز امنیت، اقتصادي ودې او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. دوی همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو څخه هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړي.

د درې واړو هېوادونو استازو همداراز د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي سربېره په راتلونکي کې د دا ډول وبا او رنځونو سره په مبارزه کې له یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب