Homeخبرونهاتمر: طالبان دې فکر وکړي او د اوربند ژمنه دې پوره کړي

اتمر: طالبان دې فکر وکړي او د اوربند ژمنه دې پوره کړي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په دوحه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي.

هغه زیاته کړې، طالبانو د خبرو په پیل سره د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه خو د تمې خلاف تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.

هغه ویلي، افغان حکومت او افغانان د اوربند په اړه د طالبانو ژمنې پوره کولو ته په تمه دي.

اتمر ټینګار کړی دی چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ او اساسي موخه اوربند او بل هغه یې د سیاسي هوکړې له لارې د روانې اوږدې جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسول دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د بې ګناه ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته په پام باید هر څه ژر د تاوتریخوالي پر کموالي او د میکانیزم پر جوړېدو هوکړه وشي.

اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې دوام لري خو په افغانستان کې ورځ تر بلې د طالبانو تاوتریخوالی زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...