پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهجرمني له افغانستان سره ۴۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

جرمني له افغانستان سره ۴۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغانستان حکومت وايي، جرمني له افغانستان سره ۴۴۰ میلیون یورو مرسته کوي.

د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرستې د جرمني دولت د بیلابیلو مرسته رسونکو بنسټونو له خوا افغانستان ته سپارل کیږي.

دغه وزارت وايي، د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت ورسره ژمنه کړې، چې په ۱۳۹۹ کال کې به افغانستان کې ۲۴۰ میلیونه یورو په مالي او تخنیکي برخو کې پانګونه وکړي.

دغه راز جرمني به افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او بشردوستانه مرستو برخو کې نږدې ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د مالیې وزارت ویلي، جرمني له افغانستان سره ددغو مرستو ژمنه څلور کاله مخکې د بروکسل په غونډه کې کړې وه.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال په خبره جرمني په افغانستان کې دویم تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې د افغانستان په بیارغونه کې کلیدي رول لوبولی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت او په دې هېواد کې د جرمني د همکاریو څانګې له افغانستان سره د مرستو دا خبرې د ویډيو کنفرانیس له لارې کړي دي.

له امریکا وروسته جرمني په افغانستان کې دویم پراخ نظامي حضور لري چې اوس مهال یې ۱۳۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې مېشت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...