چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې

د ملي امنیت ځواکونو کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزې شبکې د نیولو خبر ورکړی دی.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دې کسانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي څېرو د ترور دنده په غاړه لرله چې د یو لړ هدفمندو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې، دا کسان په څلور کسیزه او پنځه کسیزه ډلو وېشل کېدل او بیا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او سیاسي څېرو د استوګنې او تګ راتګ لارې تثبیتولې چې تر اقدام مخکې ونیول شول.

د ملي امنیت عمومي ریاست په داسې مهال ددې ۱۵ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه‌ دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ددانسان وژونکو وینی زمونږ تر معصومو هیواد والو زیاتی نه دی
    د انتقام په خاطر یی ووژنی زړه مه سوځوی پری۰
    داجنایت کاران ډاډه دی چه هر رنګ جنایت وکړی له نیول کیدو وروسته
    بیرته ازادیږی۰لکه څنګه چه په بی رخمی زمونږ وطنوال وژنی۰
    همهغسی یی وؤٔٔژنی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب