صلح یا سوله په لغت کې اصلاح، سمون او د فساد ضد ته ویل کېږي او صلاح د فساد د ضد په مانا دی لکه و اصطلح القوم یعني د قوم له منځ څخه فساد ورک شو او ټولنه اصلاح شوه.
همدارنګه صلح د خصومت، اختلاف او نزاع د نابودۍ په مانا ده او صَلاح یا صُلاح د مکې شریفې له نومونو څخه هم دي چې د دې مبارک او سپیڅلي ښار د لوړ شان، امن، عظمت او شرف په درلودلو سره دلالت کوي چې د مکې ښار پرې نومول شوی دی.
د صلح ځانګړې لغوي مانا د هر ډول اختلافاتو، خصومتونو، تاوتریخوالي، نزاعاتو، جنجالونو او دښمنیو د منځه تللو او د خلکو تر منځ د محبت، ورورګلوۍ، یووالي، سوکالۍ، امن، سلامتیا او دوستۍ تامین دی. همدارنګه صلح فساد له منځه وړي او د وګړو په منځکې عمومي اصلاح، خیرښېګڼه او دوستي رامنځته کوي.
اصطلاحي معنی
صلحې ته ګڼو پوهانو د قرآني آیتونو او حدیثونو په رڼا کې له ښکلا څخه ډک په زړه پورې شرعي او اصطلاحي تعریفونه ورکړي دي چې د قرآن کریم د دې لفظ څخه یې سرچینه اخېستې (او اصلاح بین الناس) یا د خلکو تر منځ اصلاح او سمون راوستل.
امام طبري په خپل تفسیر کې سوله په دې ډول تعریف کړې ده: «صلح د هغو متخاصمو ډلو، افرادو یا اړخونو تر منځ سمون او اصلاح ته ویل کېږي چې خدای تعالي (ج) یې تر منځ صلح روا بللې ده څو د خدای پاک (ج) اوامرو ته د الفت، مینې، دوستۍ، یووالي، او سمون په رڼا کې مراجعه وکړي او په خپل منځکې اصلاح راولي.»[1]
امام الوسي (رح) صلح داسې تعریف کړې ده:
«د اصلاح بین الناس څخه موخه د فساد د رامنځته کېدو په صورت د دواړو اړخونو د افرادو تر منځ داسې یووالی راوستل دي چې د محبت په وړانګو سمباله وي او د خدای (ج) د حدودو څخه تجاوز او تېری و نه شي.»[2]
د روض المربع د کتاب خاوند صلح په دې ډول تعریفوي:
«صلح له هغه تړون څخه عبارت دی چې د دوو متخاصمو اړخونو تر منځ اصلاح او سمون رامنځته کړي.»[3]
په الموسوعه الفقهیه کتاب کې صلح په دې ډول تعریف شوې ده: «صلح هغه تړون ته ویل کېږي چې د دوو متخاصمو اړخونو تر منځ خصومت له منځه وړي او دواړه اړخونه د سولې موافقې ته پرې رسېږي.»[4]
ځینو پوهانو ویلي دي چې صلح د نزاع، خصومت، جګړې او جنجال څخه د مخنیوي او وقایې په موخه د خصومت د پېښېدو څخه د مخه هم ممکنه ده څو دغه تړون له جګړې څخه د وقایوي مخنیوي په توګه ثابت شي. دغه خبره ابن جریر الطبري، ابن عرفه، ابن المالکي او ابن عاشورا کړې ده او د قرآن کریم د دې آیت څخه یې استناد اخیستی لکه چې خدای پاک فرمایلي دي: ( فمن خاف من موص جنفا او اثما فاصلح بینهم، فلا اثم علیه ان الله غفور رحیم) (البقره ۱۸۲ آیت)[5]
ژباړه: که له چا سره دا اندیښنه وي چې وصیت کوونکی په ناپوهۍ یا په قصدي توګه حق تلفي کړې ده، هغه دې د دې موضوع د اړوندو کسانو په منځکې روغه وکړي، نو په هغه هېڅ وبال نشته، الله (ج) بښوونکی او رحم کوونکی دی.
صلح په اصطلاح کې هغې هوکړې، معاهدې، موافقې، پرېکړه لیک یا تړون ته ویل کېږي چې د خلکو تر منځ یووالی رامنځته کوي، د ښکېلو اړخونو تر منځ موجودې نزاع ته د پای ټکی ږدي، د روانې یا احتمالي جګړې مخنیوی کوي او موجود اختلاف، نښته، نزاع، خصومت یا جګړه د هغو شروطو سره سم حل کوي چې د خدای (ج) په کتاب او سنتو کې راغلي دي.
[1] تفسیر الطبري، د سولې باب
[2] تفسیر الالوسی، باب الصلح
[3] روض المربع کتاب، باب الصلح، التعریف الاصطلاحی
[4] الموسوعه الفقهیه، د سولې برخه، د کویټ چاپ
[5] البقره سوره، ۱۲۸ آیت، قرآن کریم
ډېر ښه. محترمه فکر کوم چې په دې برخه کې به تحقیقي لیکنه کوې نو ادامه ورکړئ.
په درنښت