چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد او سکاټ مېلر قطر کې له ولسمشر غني سره خبرې کړي

خلیلزاد او سکاټ مېلر قطر کې له ولسمشر غني سره خبرې کړي

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانان باید سولې ته رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي.

زلمي خلیلزاد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې هغه او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې کړي دي.

په دې لیدنه کې له افغانستان څخه د امریکا پر ملاتړ، ددې هېوادونو په ګډ شراکت او د سولې پروسې په داسې سیاسي جوړجاړي چې په پایله کې یې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي بحث شوی دی.

خلیلزاد روان تاوتریخوالی د اندیښنې وړ خبره بللې او ویلي یې دي چې افغانان باید پرې نږدي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ووځي.

د هغه په وینا ددې لپاره چې د افغان وژنې لړۍ پای ته ورسېږي او د مرکچي ډلو په کار کې پرمختګ او چټکتیا رامنځته شي، نو باید په هراړخیز او تلپاتې اوربند هوکړه وشي.

د نوموړي په خبره امریکا د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په قطر کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، طالبان باید د افغانانو د غوښتنو پر اساس اوربند ته غاړه کېږدي.

حنیف اتمر زیاته کړې طالبانو په پیل کې د تاوتریخوالي کمېدو ژمنه کړې وه، خو د تمې خلاف تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي، نو باید د بې ګناه ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته په پام سره د تاوتریخوالي پر کموالي او د میکانیزم پر جوړېدو هوکړه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی