Homeخبرونهامریکا په افغان جګړه کې یو تریلیون ډالر مصرف کړي او ۲۴۰۰...

امریکا په افغان جګړه کې یو تریلیون ډالر مصرف کړي او ۲۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۵) په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امريکا د لومړنیو هوايي بريدونو او نظامي حضور پوره ۱۹ کاله تېرېږي.

دا د امریکا په تاریخ کې د يوې اوږدې جګړې پېل وو، چې په میلیاردونو ډالر پرې مصرف شوي او د دغه هېواد لپاره ډېره درنه تمامه شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې نيټې تر لومړنیو هوايي بريدونو وروسته امريکايي ځواکونه افغانستان ته داخل شول او د طالبانو رژيم له ختم کړ.

د راپورونو له مخې امریکا افغان جګړه کې یو تریلیون ډالر مصرف کړي او دغه راز یې ۲۴۰۰ عسکر وژل شوي دي.

د امريکا متحده ایالات، القاعده شبکه د سپتمبر د يولسمې نیټې د بريدونو مسئوله بولي چې نږدې ۳۰۰۰ وګړي پکې وژل شوي دي.

طالبان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پاره د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې يو تړون لاسلیک کړ او اوسمهال په قطر کې د افغان دولت سره د سولې په خبرو او اوربند کولو بوخت دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل راپور کې دا هم لیکلي، چې طالبان د خپل رژیم له دورې چندانې نه دي بدل شوي، نو ځکه ډیری افغانان د هغوی د نفوذ د نوې دورې څخه ويره لري.

ډیری افغانان په ځانګړي توګه مېرمنې په دې باور دي چې افغانستان ته د امریکایانو په ورتګ سره د دوی حقونه تضمین شوي چې له هغې جملې یو یې د بیان ازادي او د زده کړې حقونه یادوي.

بلخوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ۱۹ کلن حضور په اړه ویلي، چې امريکا یې په ۲۰۰۱م کال کې د دیپلوماسۍ غوښتنې په ډېر غرور او ناغیړۍ سره رد کړې وې او پر ځای یې خونړي اشغال ته دوام ورکړ چې په زیان یې تمام شوی دی.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مۍ میاشتې ټول امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووځي.

1 COMMENT

  1. More than half of the one trillion dollars went back to where it came from. If a five dollars hammer was charged for $ 100 now think about other charges? the spending of one trillion dollars did not stop the war.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...