چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت هغې پولیسې ته کور ورکړ چې پلار یې...

د کورنیو چارو وزارت هغې پولیسې ته کور ورکړ چې پلار یې په سترګو ړنده کړې

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغې پولیسې ته یې یو آپارتمان ورکړی چې د خپل پلار له لوري یې سترګې په چاړه اېستل شوي دي.

خاطره چې غزني ولایت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله وايي، پلار یې طالب دی او یواځې په دې جرم یې لس مرمۍ ویشتلې چې ولې حکومت ته کار کوي او د پولیسې په حیث دنده تر سره کوي.

د آغلې خاطرې دواړه سترګې کار نه کوي، څوک نه شي لیدلی. هغه وايي تر ټولو ورته دا ډېره دردوونکې ده چې حتی خپل اولاد هم نه شي لیدلی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي نن له هغې سره له نږدې کتلي دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي اندرابي خاطرې سره نقدي مرسته کړې او د هغې د تداوۍ ټول لګښت یې پر غاړه اخیستی او نوموړې ته یې د یوه آپارتمان د ورکړې حکم هم کړی دی.

خاطره، هغه پولیسه چې د پلار له خوا یې دواړه سترګې ایستل شوي دي

ښاغلي اندارابي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « طالبان نشي ‌کولی په جبر دا ملت مات کړي. امنيتي ځواکونه په هيڅ قيمت د دې هېواد له دفاع غافله نه دي.‌»

په ورته مهال د بشري حقونو یوې فعالې او د کورنیو چارو وزارت کارمندې مروه امیني د خاطرې په هکله پر خپل توېټر داسې لیکلي: «طالب به د خپل وحشت او جنایت بښنه اول له خپل اولاد او کورنۍ څخه غواړي بیا له ملت څخه، خاطره به جوړيږی او بیرته به د پولیسو مقدس یونیفورم آغوندي.»

څه موده وړاندې هم افغان پوځ کې ځینو ښځینه منسوبینو د دوی د خوندیتوب په هکله شکایتونه کړي و او ویلي وو چې حکومت دې لومړی د دوی خوندیتوب ته پام وکړي او بیا دې د افغان پوځ په لیکو کې ښځینه افسرانې جذب کړي.

3 COMMENTS

  1. دوی چې په خپل اولاد دومره ظلم کوي په نورو به څومره ظلم کوي. دې ته په کتو سره دا ریښتیا ده چې د موچي په تار یې انسانان حلال کړي

  2. دا خو ډېر ظلم او سره بې انصافي ده چې پلار د خپلې لور سترګې په حکومت کې د دندې په پار په مرميو ويشتلې ده او له سترګو (ژوند) يې بې برخې کړې ده. د پنجابي په چوپړ وياړي ان تر دې چې پر خپل ښځينه اولاد ډېل نه وي او د هېواد دنده ورته نااسلامي ښکاري، نو ناپوهي نوره څنګه وي؟
    له ښاغلي اندرابي مننه چې په يو کور او نقدي مرسته يې لورولې او د تداوۍ ژمنه يې ورسره کړې ده.
    فباي ذنب قتلت
    رحم ښه شی دی. له دې امله الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته وايی :
    فبما رحمة من الله لنت لهم ولو کنت ….
    د دندې لپاره هغه هم د پرديو له لورې په راتپل شوې جګړه کې د خپل اولاد سترګې وړنده ول هېڅ انسانيت وعقلانيت يې نه ايجابوي.

  3. سلامونه او احترامات ټولو لیدنکو او مسولینو ته!
    دا چې زه د افغان دولت له کارمندانو څخه یم،خو زوریږم په دي چې دا نظام د خپلو کسانو په سر هیڅکله هم د پام وړ ننګ نه دی کړي، حدای ج دي زموږ په حال ورحمیږی،

    ما ویل پښتون یم نه به ژاړم پلار چې پردې شي پښتانه هم ژړوینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب