جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهفرهاد عظیمي د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو

فرهاد عظیمي د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شو

تاند(چهارشنبه، د میزان۱۶) د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي، فرهاد عظمي د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

فرهاد عظیمي، چې په قزاقستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر و، د اسحاق رهګذر پر ځای د بلخ والي ټاکل شوی دی.

فرهاد عظیمي تر دې وړاندې د بلخ د ولایتي شورا او د ولسي جرګې د غړي په توګه هم دنده اجرا کړې ده.

دی په بلخ ولایت کې زېږېدلی، لیسانس یې د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه اخیستی دی.

دی مخکې تر دې چې په ۲۰۰۵ م کال افغانستان ته راشي، په هالنډ کې سیاسي مهاجر و.

وبل کېږي چې فرهاد عظیمي د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د ملاتړ له کبله ولسي جرګې ته لاره ومونده او په دې جرګه کې یې هم د ښاغلي نور د دریځونو ملاتړ کاوه او حتي له رسنیو سره یې په داسې ډول خبرې کولې لکه چې د ښاغلي نور ویندويي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...