جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: د دوحې پریکړه د امریکا او طالبانو ده، خو طالبان دې...

غني: د دوحې پریکړه د امریکا او طالبانو ده، خو طالبان دې د ولس غوښتنه ومني

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) ولسمشر غني وایي طالبان دې له اوربند وېره نه لري.

ولسمشر غني پرون ناوخته په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت اوربند او سولې ته ژمن دی او طالبان دې هم له اوربند وېره نه لري بلکې له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د افغانستان سوله سیمه ییزه اجماع لري او نړیوال له افغان حکومت سره ولاړ دي چې طالبان باید دا حقیقت درک کړي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی او په خبره یې د ولس غوښتنې ته دې درناوی وکړي، اوربند دې وکړي او له اوربند دې وېره نه لري.

ولسمشر غني د طالبانو او امریکا هوکړې ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت په دغه هوکړه کې نه دی شامل او طالبان باید دا مسئله درک کړي چې دوی له افغانانو سره خبرې کوي او د دوحې هوکړه د طالبانو او امریکا هوکړه ده چې افغان حکومت یې په موادو کې دخیل نه دی.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې دوام لري او نتیجه یې تر اوسه معلومه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب