Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار د وسپنې ۱۵ فابریکو کې۶۵۰ تنه په کار بوخت دي

د ننګرهار د وسپنې ۱۵ فابریکو کې۶۵۰ تنه په کار بوخت دي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۵) د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن وایي، چې د دې ولایت په شېخ مصري ښارګوټي کې د وسپني ویلي کولو او سیخ جوړولو په ۱۵ فابریکو کې ۶۵۰ تنو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

محسن زیاتوي، اوسمهال په ياده سیمه کې د سیخ جوړولو ۴ او د وسپنې ویلي کولو ۱۱ فابریکې فعالیت کوي.

هغه زیاتوي، د وسپني د ویلي کولو فابریکې ۳۰۰  ټنه او د سیخ جوړولو فابریکه يې ۱۸۰ ټنه  سیخ تولیدوي.

نوموړی وایي، تر دې وړاندې د وسپنې خام مواد له ګاونډیو هېوادونو صادریدل، چې په ارزانه  قیمت هم پلورل کېدل خو په خبره یې اوس د ویلې کېدو ترڅنګ ترې په ښه کیفیت ننګرهار کې سیخ ګول، ګاډر، ټایرنې او نور بېلابېل ودانیز او نور توکې جوړیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...