یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمسولان: ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

مسولان: ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولايت کې يې په ۱۵ جريبه ځمکه د ليمو نوي بڼونه جوړ کړي دي.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې د چارواکو له قوله راغلي، چې په دغو بڼونو کې د لیمو دوه زره او ۱۰۰ نیالګي اېښودل شوي دي.

د دوی په خبره، د دغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۳ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویل شوې ده. له دغو بڼونو په غيرمستقيم ډول ۳۵۰ تنه ګټه پورته کوي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې چارواکي واي، په پام کې لري، چې د هېواد په څلورو ولایتونو «ننګرهار، لغمان، کونړ او خوست» کې د سټروسو یو شمېر نور بڼونه هم جوړ کړي.

د خبرپانې په حواله د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب