Homeخبرونهافغان حکومت او طالبانو د هوکړې په اړه د روېټرز راپور رد...

افغان حکومت او طالبانو د هوکړې په اړه د روېټرز راپور رد کړ

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۵) قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له رسنیو سره خبرو کې د رویټرز وروستی خبر رد کړی دی.

نوموړي ویلي، چې  تر دې دمه  دواړه لوري د مذاکراتو پیلیدو پر طرزالعمل هوکړې ته نه دي رسیدلي.

بل لورته په قطر کې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي هم په دې اړه د رویټرز خپورشوی خبر رد او بې اساسه بولي.

رویټرز خبري اژانس وايي، باوري سرچینو ورته ویلي، چې د دواړو خواوو پلاوي د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو په مرسته پرون (دوشنبه) د اجنډا او کړنلارې پر سر موافقې ته رسېدلي او د خبرو د ناکامېدو مخه یې نیولې ده.

د افغان حکومت او طالبانو استازو ترمنځ له نږدې یوې میاشتې خبرو وروسته د خبرو پر اجنډا هوکړې ته د رسېدو په اړه خپاره شوي راپورونه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو له خوا رد شو خو افغان شنونکي هیله من دي، چې ژر ورته ريښتني خبرونه خپاره شي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d8%ac%d9%86%da%89%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%a9%da%93%d9%86%d9%84/

1 COMMENT

  1. د اوربند په هکله د افغانستان د اسلامي دولت او نژدې ټولو افغانانو او نړیوالو نظر یو دی چې لومړی اوربند وکړئ او په ضمن کې خپلو خبرو ته هم دوام ورکړئ .
    اما د طالبانو او پنجابیانو چرګه یوه پښه لري ، دوی له سولې ، خبرو او مذاکرو ډاریږي. ځکه که افغانان سره یو او متحد شول له دوی نه بیا یو سیمه ییز قوت جوړيږی. د پنجاب منافع به په خطر کې لویږي .
    « جنګ افغانستان ، دفاع پاکستان ».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...