جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد دولت او طالبانو پلاوو پر اجنډا او کړنلارې موافقه وکړه

د دولت او طالبانو پلاوو پر اجنډا او کړنلارې موافقه وکړه

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۵) د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو استازو له نژدې یوې میاشتې خبرو وروسته بالاخره د رسمي خبرو د پیلولو لپاره د خبرو پر اجنډا او کړنلارې سلا وکړه.

رویټرز خبري اژانس وايي، باوري سرچینو ورته ویلي چې د دواړو خواوو پلاوي د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو په مرسته پرون (دوشنبه) د اجنډا او کړنلارې پر سر موافقې ته ورسېدل او د خبرو د ناکامېدو مخه ونیول شوه.

تر دې دمه دواړو خواوو رسماً نه دي ویلي چې پر اجنډا سلا شوي خو که دا پرمختګ شوی وي، اصلي پړاو به له دې وروسته پیل شي.

د ډېرو کتونکو په باور په اصلي پړاو کې پر لا سختو او لانجمنو مسلو خبرې کېږي.

طالبانو اصرار کاوه چې هر راز خبرې به د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس کېږي خو د افغانستان د دولت استازو ویل چې د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ وه چې پر اساس یې یوې خوا د خپلو پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې او بلې له تروریستانو سره د اړیکو د پرې کولو.

وروسته د افغانستان پلاوي په دې ټینګار وکړ چې که د امریکا او طالبانو موافقه د راتلونکو خبرو اساس ګرځول کېږي د مشورتي لویې جرګې پرېکړې دې هم یادې شي او دواړه دې د خبرو اساس وګڼل شي خو طالبانو ویل چې مشورتي لویه جرګه نه مني.

مشورتي جرګې د طالبانو د ۵ زره بندیانو د خلاصون او له طالبانو سره د سولې د خبرو پرېکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب