پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: امریکا په کندهار کې د خپلې اډې په نړولو پیل...

نیویارک ټایمز: امریکا په کندهار کې د خپلې اډې په نړولو پیل کړی

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو اډو نړولو بهیر پیل کړی دی.

راپور کې راغلي، امریکایي ځواکونو د کندهار هوایي ډګر په نامه د خپلې یوې پراخې پوځي اډې ورانول پیل کړي دي.

راپور کاږي، په کندهار کې د امریکایي ځواکونو د دې سترې اډې ځینې برخې ان په ۲۰۱۳ کال کې لا ویجاړې شوې او له دې داسې ښکاري چې امریکا هغه وخت لا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پاتې کېدو لپاره اوږدمهالی پلان نه لاره.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې ډېری اډې تر دې وړاندې افغان ځواکونو ته سپارلې دي خو د دوحې هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته یې د ویجاړولو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی و چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو شاوخوا ۴۰۰ پوځي اډو ویجاړولو په حال کې دي.

امریکا داسې مهال دا اقدام پورته کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین الافغاني خبرو یو مهم شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...