جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالې د اجندا تر جوړیدو به جګړو نیم ولس وژلی وي  

 د اجندا تر جوړیدو به جګړو نیم ولس وژلی وي  

امید اڅک 

 د قطر په پلازمینې دوحه کې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ په مخامخ ډول د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي.

د مذاکراتو د پیل په ورځ د نړۍ په کچه د ډيرو هېوادونو استازو ګډون وکړ، هیله دا وه، چې د ښکیلو خوا ترمنځ به د مخامخو خبرو د پیل سره سم په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند ته ډير ژر زمینه مساعده شي.

خو داسې ونه شول، د یوې میاشتې په تیریدو سره لا هم په اجندا باندې بحث روان دی. 

موږ چې د عامو افغانانو، رسنیو او په ځانګړې توګه په مجازي نړۍ کې عمومي نظریات وینو، ټول ولس په یوه خوله د اوربند غوښتنه کوي.

هغه بله ورځ د افغانستان ملي تلویزیون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکټر محمد نعیم وردک سره په مرکه کې له هغه څخه د اوربند په اړه وپوښتل، د ډاکټر وردک ځواب دا و، چې موږ د امریکایانو سره هم د خبرو په لړ کې اوربند نه و کړی نو اوس یې هم نه کو. خبریال ترې د مسلمانانو د مرګ ژوبلې په اړه وپوښتل خو بیا هم هماغه خپل دلایل او خپل لیدلوری…

عینې واقعیت دا دی چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه بیخي ډيره لوړه شوې ده. 

په ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، هر ورځ جنګونه دي، د ماینونو چاودنې دي او د یو بل پر وړاندې جبه یي جنګونه دي. 

د طالبانو او دولت ترمنځ  وروستیو جبه یي او غلچکي جګړو ته په کتو سره ویلی شو، چې دمګړۍ مو  د تیرو ۱۹کلونو په پرتله هیواد او ولس په سخت جګړه ییز حالت کې قرار لري.

د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ موټر بمب چاودنې په لسهاو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله. 

 په لغمان کې هم د والي په موټریز کاروان  موټر بمب چاودنه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې په لسهاو ملکي او غیر ملکي کسان ژوبل او شهیدان کړل.

د ارزګان ولایت په ګیزاب والسوالۍ کې د افغان ملي پوځ ۱۲ نیول شوي سرتیري قتل عام شول او دیته ورته په نورو ډيرو ولسوالیو او کلیو کې ورځیني جګړو د خلکو ژوند سخت تریخ کړی دی. 

داسې هم ویل کیږي چې په دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې له بن بست سره مخامخ شوي. 

د ځینو مهمو سرچینو له قوله داسې هم ویل شوي، چې ګوندې قطر ته د خلیلزاد او بیا د افغان ولسمشر سفر هم همدې ستونزې ته د حلارې د موندلو په موخه ترسره شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو لې اوربند ته زړه نه ښه کوي؟ 

ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په دې خاطر له اوربند څخه ډډه کوي، چې ګواکې له اوربند وروسته به یې حکومت غوښتنو ته په سپکه سترګه وګوري او په روانو خبرو کې به یې د قوت په ځای کمزوری موقف خپل کړی وي. 

حال دا چې د روانو خبرو په اړه نړیوال تظمین موجود او هیڅ لوری د منلو شویو توافقاتو له مخې سرغړاوی نشي کولی. 

که په قطر او یا بل ځای کې د ښکیلې غاړې هر ډول فکر کوي ودې کړي، مګر حقیقت دا دی چې  افغان ولس په روانو خبرو کې تر هر څه لومړی اوربند غواړي او د دواړو خواو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې لومړی اوربند او بیا د شرایطو سره سم په هیواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي، ځکه چې جګړه ورڅخه هر ورځ مالي او ځاني قرباني اخلي او ورځینی ژوند یې ورته له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی. 

 دا چې د افغان ولس دغه غوښتنې به ومنل شي او کنه؟ د روانو خبرو په لومړیو پړاونو کې به په اوربند توافق وشي او کنه؟  دیته به وخت ځواب ورکړي، چې سوداګرو ګټه به کوم یو کې ده، په وژنو او که اوربند کې.  

3 COMMENTS

  1. د اوربند په هکله د افغانستان د اسلامي دولت او نژدې ټولو افغانانو او نړیوالو نظر یو دی چې لومړی اوربند وکړئ او په ضمن کې خپلو خبرو ته هم دوام ورکړئ .
    اما د طالبانو او پنجابیانو چرګه یوه پښه لري ، دوی له سولې ، خبرو او مذاکرو ډاریږي. ځکه که افغانان سره یو او متحد شول له دوی نه بیا یو سیمه ییز قوت جوړيږی. د پنجاب منافع په خطر کې لویږي .
    « جنګ افغانستان ، دفاع پاکستان ».

  2. چې اوربند نه وي ، سوله به څنګه راشي . ټالب جان هم عجیبه منطق لري . ملاثابت لاتراوسه د جنګ ، اوربند او سولې فرق نشي کولی. د مسلمانانو ترمنځ په عدل او انصاف فیصله وکړئ . سوله بهتره ده . که یو مسلمان قصدا ووژنئ لکه ټول بشریت مو چې وژلی وي . که د یو انسان ژوند وژغورئ لکه ټول بشریت مو چې ژغورلی وي . دا د عادل او حکیم ذات د کلام مفهوم او خلاصه ده ، ملا صاحب تاسو پدې هکله ښه پوهېږئ . وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ.

  3. خسن خان باید پوه شی چه د استعمار په نظام باور کول مشکل دی. تاسو خو لیږ له خبری ځان خبر کړی چه د کابل اداره ولی دا نخری کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب