جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي نجیب ترکي جنازه جلال ابادښار...

د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي نجیب ترکي جنازه جلال ابادښار کې ادا شوه

تاند (سه شنبه،د میزان ۱۵) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي نجیب ترکي جنازه نن د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ادا شوه.

د نوموړي په جنازه کې، د کرکټ بورډ سرپرست اجرايوي رئيس،د کرکټ بورډ د بېلابېلو برخو غړو او د ملي لوبډلې لوبغاړو ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د جنازې د لمانځه پرمهال وویل د نجیب ترکي پر مړه کېدو خواشیني وښوده او د نوموړي مړه کېدل یې د کرکټ په برخه کې لویه ضایع یاده کړه.

په ورته د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئيس نظیم جار عبدالرحيمزي هم د نوموړی مړینه د افغان کرکټ لپاره لویه ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغه له دې مخکې شپږیزې لیګ کې هم د سر برخه کې ژوبل شوی و.

بل لورته د کرکټ لوبې او د نجيب ترکي پيليز ملګري شهزاد محمدي له خلکو وغوښتل، چې د هغه روح ته دعا وکړي او کورنۍ ته يې تسليت ورکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجيب الله ترکی تېره اوونۍ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي او د څلور ورځو وروسته يې په روغتون کې د ۲۹ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د کرکټ د چارو شنونکي بیا پر کرکټ بورډ پر ادارې له دې امله نیوکه کوي چې پر وخت یې د نجیب ترکي د درملنې لپاره اقدام نه دی کړی.

د افغان کرکټ دا ځوان لوبغاړی، چې ډېر په شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی، ۲۰۱۴ ز کال کې نړیوال کرکټ ته راغلی و او دې توپ وهونکي او پیلیز لوبغاړی و، چې په ۱۲ شل اوریزو او یوې یوه ورځنۍ نړیوالو کرکټ سیالو کې یې ګډون کړی و.

2 COMMENTS

  1. تاند (سه شنبه،د میزان ۱۵) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي نجیب ترکي جنازه نن د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ادا شوه.

  2. انا لله و انا الیه راجعون، نجیب تره کی دې خدای(ج) وبخښي، روح یې ښاد، ځای یې د فردوس جنت، د لوی خدای د دربار څخه یې درنې کورنۍ ته د جمیل صبر د ورکولو لپاره لاس په دعا یو. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب