جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارمنستان وايي، نګورنو قره باغ کې یې جګړې کمې کړي او د...

ارمنستان وايي، نګورنو قره باغ کې یې جګړې کمې کړي او د تاوتریخوالي کمولو هڅې کوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) ارمنستان وايي د ملګرو ملتونو غوښتنو ته په درناوي یې له اذربایجان سره پر پوله په نښتو کې کموالی راغلی دی.

د دغه هېواد د دفاع وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د غوښتنو له امله یې په نګورونو قرباغ سیمه کې جګړې کمې کړې او هڅه کوي چې روان تاوتریخوالی کم شي.

دغه هېواد وايي تېره شپه په سیمه کې جګړې ارامې وې او دوی د ملګرو ملتونو پرله پسې غوښتنو ته په درناوي د تېرو ورځو په پرتله جګړه کمه کړې ده.

ارمنستان ویلي، که جګړې زور واخلي او اذربایجان د روان تاوتریخوالی کچه کمه نه کړي، نو مسؤلیت به یې هم د یاد هېواد په غاړه وي.

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، ترکیه به تر هغو د اذربایجان ملاتړ ته دوام ورکړي څو چې ارمنستاني اشغالګر له سیمې وتلي نه وي.

د مولود چاوش اوغلو په وینا، ارمنستان د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف د اذربایجان خاورې د لاندې کولو هڅه کړې، نو دوی هم په ښکاره ډول د خپلو وروڼو تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي اذربایجان کې د کاناډا هغه غبرګون ته په اشارې چې ویلي و، ترکیه کاناډایي وسلې او مهمات د ارمنستان پر وړاندې کاروي نو له دې وروسته به یاد هېواد ته د وسلو انتقال ودروي ویلي، دا بې ځایه استدلال دی، ځکه د سوریې بحران کې شریکو هېوادونو ته د وسلو انتقال هیڅ خبره نه ده خو د ښکاره اشغال پر وړاندې درېدل بیا ګناه بلل کېږي او پر کاناډا یې غږ کړی چې له دوه ګوني چلند څخه ډډه وکړي.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ له تېرو څو ورځو راهیسې په نګورونو قره باغ نومي سیمه کې نښتې روانې دي چې پکې لسګونو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب