په سړې جګړې نومولو لامل:
کولډ په انګریزۍ ژبه کې یخ یا سوړ ته وایي، او وار جګړې ته.
لکه څرنګه چې دویمه نړیواله جګړه د دوو سترو اټومي بمونو په غورځولو سره پای ته ورسیده، او د سترو ځواکمنو هیوادونو مخامخ جګړې ستره تباهي او بې سارې مرګ ژوبله رامنځته کړه، په دې موده کې هم ښکیلو ځواکمنو هیوادونو مخامخ یا ګرمې جګړې ته زړه ښه نکړ، خو په پراخه توګه یې بیا د جګړې نور اړخونه وکارول: لکه نیابتي یا پراکسي جګړې.
د سړې جګړې د اصطلاح مخینه:
د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې بریتانیايي لیکوال جورج اورویل د سړې جګړې په اړه د یوې عمومي اصطلاح په توګه په خپله مقاله “تاسو او اټومي بم” کې چې د اکتوبر په 1945 کې د بریتانیا په ټریبیون ورځپاڼه کې خپره شوه د اټومي جګړې د ګواښ په سیوري کې د ژوند کولو نړۍ یادونه کوي، اورویل د جیمز برنهم د قطبي نړۍ وړاندوینې ته کتنه کړې، چې داسې لیکي:
په ټوله کې نړۍ ته په کتو له ډیرو لسیزو راهیسي تحرک د انارشي په لور نه بلکه د غلامۍ د نوي حالت په لور دی … د جیمز برنهم نظریه تر بحث لاندې نیول شوې، مګر لږو خلکو لاهم د دې ایډیالوژيکي مفهومونه په پام کې نیولي دي. د نړۍ لید ډول، د باورونو ډولونه، او ټولنیز جوړښت چې شاید په داسې یو حالت کې غالب شي چې یو وخت د نه منلو وړ و او له خپلو ګاونډیو سره د “سړې جګړې” دایمي حالت کې و.
د سړې جګړې ځانګړتیاوې:
سړه جګړه یوه ایډیالوژیکه جګړه وه، چې د دوو سترو ایډیالوژیکو هیوادونو پر دوو ایډیالوژیو ولاړه وه، چې هغه کمیونیزم او کپیټلیزم و.
د سړې جګړې په موده کې د ښکیلو اړخونو تر منځ پر له پسې سیاسې بې باوري ډیره زیاته وه، چې هیڅکله هم د دوی تر منځ ډیالوګ او کنفرانسونه کومې بریالۍ پایلې او سولې ته ونه رسیدل.
د پرمختللو وسلو سیالي، د سړې جګړې په موده کې دواړو بلاکونو تر منځ د ډیرو او پرمختللو وسلو په جوړولو کار وشو، په ځانګړې توګه اټومي وسله، په دې موده کې د اټوم بم او هایډروجن بم ځواکمنې او ویروونکې ازموینې ترسره شوې. دواړو هیوادونو د خپل اقتصاد لوړه برخه په دفاع او جنګي تجهیزاتو مصرف کړه.
جاسوسي، د دواړو بلاکونو لخوا د یو بل پر ضد د جاسوسۍ ماموریتونه په پراخه او بې سارې توګه ترسره شول.
سایکولوژیکي یا رواني جګړه، دواړو بلاکونو زیار ویسته، چې د یو بل پر ضد پروپاګنډ خپور کړي، هر یو ځان شریف او دښمن شریر وښیي، لکه امریکا به تل ویل چې شوروی اتحاد د شر یا د شیطان امپراتوري ده.
د مخامخ یا ګرمې جګړې تر څنډو رسیدل، د سړې جګړې په موده کې څو ځله داسې شوي، چې دواړه هیوادونه د مخامخ جګړې پیلولو تر څنډو رسیدل، چې بیا به په ناڅاپي توګه دواړه اړخونه په شا شول، خو دې بُحراني حالت ټوله نړۍ د یوې بلې سترې نړیوالې جګړې او ډار سره مخامخ کړل. په داسې بحراني حالاتو کې به په ښکیلو هیوادونو کې د جنګ د تیارسۍ اعلان کیده، په ښوونځیو او روغتونونو کې به د بیړني حالت د خطر زنګ وهل کیده، او په ځینو ښارونو کې به پوځي مانورونه ترسره کیدل. لکه څرنګه چې نیژدې ټوله نړۍ دوه قطبي شوې وه – دا حالت د نړۍ د سولې او امنیت، ازاد تجارت او پرمختګ لپاره ستر ګواښ وو.
اټومي وړتیا لوړول، په نړۍ کې په همدې پیر کې تر ټولو ډیره اټومي وسله جوړه شوه او په سیالۍ بدله شوه، دومره اټومې وسلې چې کولای شي ټوله نړۍ څو ځلې له منځه یوسي.
د سړې جګړې مخینه / شالید:
په 1917 کال کې د روس د امپراتورۍ د ځمکې په اوږدو کې یو سیاسي او ټولنیز اوختون رامنځته شو، چې پایله یې د سلطنتي رژیم پای او په 1923 کې د بلجیم دیکتاتوري رامنځته شي.
دا اوښتون پوره شپږ کاله، اته میاشتې او ۸ ورځې دوام وکړي.
لکه څرنګه چې د روس د سوسیال دیموکراتیک ګوند یوه کارګره ډله چې د ولادیمیر لینین په مشرۍ وسلې په لاس کې واخلي، او د نظام په ضد خپل پوځ جوړ کړي، چې د سور پوځ په نوم هم یادیږي، خو په مقابل کې یې بیا سپین پوځ جنګیږي، چې د دې پوځ څخه د امریکا متحده ایالات، د بریتانیا متحده سلطنت او فرانسه ملاتړ کوي. د مارکس د نظریې څخه اغیزمن راتلونکی شوروي اتحاد د امریکا ستر دښمن او په نړیوال سیاست کې رقیب جوړ شي.
سره له دې چې د شوروي اتحاد تر جوړیدو پوره لس کاله تیر شي، بالاخره امریکا په 1933 د روس شوروي اتحاد سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.
کله چې دویمه نړیواله جګړه د نازیانو یا محور ځواک په ماتې سره پای ته ورسیږي، شوروي اتحاد هڅه وکړي چې په لاندې کړو سیمو کې کمیونیستي رژیمونه رامنځته کړي، تر څو د روس په ضد د بیا راپورته کیدو او ګواښ جوړولو خطر له منځه یوسي، او همدا راز زیار باسي چې کمیونیزم د نړۍ نورو هیوادونو ته وغځیږي، پداسې حال کې چې د دویمې نړیوالې جګړې نور ګټونکي بیا امریکا، بریتانیا او فرانسه د کمیونیزم پراختیا ته د ګواښ په سترګه ګوري. – نو په دې توګه عملا د 1947 څخه سړه جګړه پیل شي، کله چې امریکا د شوروي په ضد یو مارشال پلان جوړ کړي. او تر راتلونکو څلورو لسیزو دا جګړه نړۍ تر خپل بد اغیز او پوښښ لاندې ونیسي.
د سړې جګړې ښکیل اړخونه:
د ختیځي اروپا بلاک: د ګډو اقتصادي مرستو شورا Comecon
شوري اتحاد
د بلغاریا د خلکو جمهوریت
د چکوسلواکیا جمهوریت
د هنګري د خلکو جمهوریت
د پولنډ د خلکو جمهوریت
د رومانیا د خلکو جمهوریت
د وارسا تړون غړي: Warsaw Pact د ختیځې اروپا د دفاع تړون د شوروي اتحاد په مشرۍ
شوروي اتحاد
د البانیا د خلکو جمهوریت
د بلغاریا د خلکو جمهوریت
د چکوسلواکیا جمهوریت
د جرمني دیموکراتیک جمهوریت
د هنګري د خلکو جمهوریت
د پولنډ د خلکو جمهوریت
د رومانیا د خلکو جهوریت
د شوروي بیلاروس سوسیالست جمهوریت او د شوروي یوکراین سوسیالست جمهوریت
د ختیځې اروپا بلاک:
د امریکا متحده ایالات
د ناټو سازمان 1949
بلجیم ، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، ایسلنډ، ایټالیا، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې، پورتګال، بریتانا، یونان، ترکیه، لوېدیځ جرمني او هسپانیا
د سویل ختیځې اسیا تړون (د سویل ختیځې اسیا د ټولیزې یا ګډې دفاع سازمان
استرالیا، فرانسه، نیوزیلنډ، پاکستان د اوسني بنګال په ګډون، فیلپین، تایلنډ، بریتانیا او امریکا
د انزوس تړون ANZUS د آرام سمندر د دفاعي مرستو سازمان
اسټرالیا، نیوزیلنډ او امریکا متحده ایالات
د مرکزي تړون سازمان 1955، دا سازمان د امریکا له ګډون پرته د دې لپاره رامنځته شو، چې د شوروي اتحاد سینه منځني ختیځ ته ونه غځیږي، خو امریکا بیا د دې ایتلاف څخه ملاتړ کاوه، دا سازمان په 1979 کې بیرته له منځه ولاړ: غړي یې لاندې دي:
ایران، عراق ، پاکستان، ترکیه او بریتانیا
د سړې جګړې لپاره د امریکا پالیسي:
د ایسارولو پالیسي Containment Policy 1947: امریکا متحده ایالات به د شوروي اتحاد د کمیونیزم بلاک ته په هر ځای کې خنډ او مانع جوړوي، چې د خځیدو مخه یې ونیسي.
د وسپنې پرده یا دیوال Iron curtain: د ختیځې اروپا نه لویدیځې اروپا ته د شوروي اتحاد د ښکیلاک مخه نیول
د اروپا د بیا جوړونې لپاره مارشال پلان
د امریکا د ولسمشر ټرومن دوکتورین: د نړۍ نور هیوادونه د کمیونیزم بلاک په ضد هڅول
په نړۍ کې د کمیونیزم په ملاتړ او یا کمیونستي رژیمونه له بیخه ویستل، او هلته دیموکراسي راوستل
د سړې جګړې لپاره د شوروي اتحاد پالیسي:
د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد پالیسي په بشپړه توګه د کپیټلیزم ایډیالوژۍ او بلاک پر ضد وه، لکه:
په نړۍ کې کمیونیزم خپرول او د کمیونستي رژیمونو څخه ملاتړ
د ختیځې اروپا بلاک د سویلي اروپا په ضد د حایل په توګه رامنځته کول
د ناټو د دفاعي مرستو په وړاندې د وارسا د ګډو دفاعي مرستو تړون رامنځته کول
د پیاوړي اقتصاد لپاره د منځني ختیځ د انرژۍ ذخیرو ته لاسرسی
په غونډه کې امریکا سره په اټومي وسله جوړونه، فضایي ماموریت او په نیابتي یا پراکسي جګړو کې غوڅه سیالي
د سړې جګړې سترې پېښې:
جګړې (پراکسي جګړې)
د شمالي کوریا جګړه (1950–1953) ، شمالي کوریا په سویلي کوریا برید کوي، امریکا او ملګري یې د سویلي کوریا ملاتړ کوي، خو شوروي اتحاد او کمیونیسټ چین د شمالي کوریا مرستې ته را دانګي.
د ویتنام جګړه (1955–1975) د شمالي او سویلي ویتنام تر منځ رامنځته شوه، امریکا او ملګرو یې د سویل مرستې ته راودانګل، شوروي اتحاد او کمیونستي چین بیا د شمال مرسته وکړه، چې وروسته دا جګړه د ویتنام ګاونډي هیوادونو لاوس Laos او کمبوډیا Cambodia ته هم وغځیده.
د سویلي افریقا د دیوال جکړه (1966–1989): دا جګړه د جنوبي افریقا او ملګري یې د انګولا هیواد او ملګرو تر منځ رامنځ ته شوه، امریکا متحده ایالات او ملګرو یې د سویلي افریقا څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې کیوبا د انګولیا حکومت ملاتړ کوو.
د یوم کیپور جګړه (1973): کله چې د مصر او سوریې په مشرۍ د عربي ایتلاف ځواکونه په اسراییلو ناڅاپي برید وکړي، امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد د یو بل په ضد د دواړو اړخونو سره درنه مرسته وکړي. دا جګړه د رمضان جګړې او یا هم د اکتوبر د جګړې په نوم یادیږي، چې د 6 نه تر 25 اکتوبره پورې پېښه شي، دا جګړه په دوه ځایونو رامنځته شي چې د مصر سینا ټاپو او د سوریې په جولان لوړو کې، هغه چې اسراییل تر دې مخکې د سوریې څخه په 1967 کال د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې نیولي وې.
د شوروي اتحاد او افغان جګړه (1979–1989): دا جګړه د شوروي اتحاد په ملاتړ د افغان دولت او باغي ګروپونو تر منځ چې د مجاهدینو په نامه یادیږي، پیل شي، په دې جګړه کې امریکا متحده ایالتونه، پاکستان، سعودي عربستان او د منځني ختیځ عربي وهابي او اخواني جنګیالي د مجاهدینو ملاتړ وکړي. سعودي عربستان او د عربي خلیج هیوادونه د افغان مجاهدینو مالي ملاتړ وکړي، پاکستان او چین ورته روزنه ورکړي، او امریکا متحده ایالات ورسره د ډالرو او وسلو بې سارې مرسته وکړي.
د سړې جګړې د لوړې اندیښنې پړاوونه:
د برلین محاصره (1948–1949): کله چې ایتلافي ځواکونه د نازیانو پایتخت برلین ونیسې، جرمني لا هم د شوروي اتحاد سره بیل شوی نه وي، خو برلین بیا د ایتلافي ځواکونو تر منځ په څلورو برخو ویشل شوی وي، نو په یاده موده کې شوروي اتحاد پر برلین چې د لوېدیځ ایتلافي ځواکونه پکې میشت وي، د سړک، ریل او کانال لارو بندیز او د خوراک څښاک څخه یې کلابند کړي.
په یاده موده کې امریکا متحده ایالات او بریتانیا هره ورځ 8893 ټنه خوراکي توکو اکمالات د هوا له لارې وررسوي. د 11 میاشتو په موده کې 1.5 میلیونه ټن توکي د لوېدیځ برلین ته واستول شي، او شپه او ورځ په هرو 3 دقیقو کې یوه الوتکه ښکته کیده.
د برلین دیوال جوړولو بُحران 1961: شوروي اتحاد د امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتنه کوي، چې له برلین څخه ووځي، خو دوی انکار کوي، نو د ختیځ جرمني حکومت د برلین تر منځ دیوال جوړوي، چې ختیځ او سویلي برلین سره وویشي، او د ولسونو تر منځ د تګ راتګ او ټرانسپورټ مخه نیسي.
د کیوبا د توغندو بُحران 1962 (اکتوبر 16-28) : د اندیښنه د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو تر منځ رامنځته شوه ، کله چې شوروي اتحاد د کیوبا هیواد کې شوروي بالستیک یا لرواټنه توغندي ځای پر ځای کړي. لکه څرنګه چې د دې بُحران ټول ټکي هره ګړۍ رسنیز کیدل، د یوې بشپړې اټومې جګړې رامنځته کیدو اندیښنې خورا لوړې وې.
ایبل ارچر 83 (1983): امریکا متحده ایالات او ناټو یو لړ ګډ تمرینات په ډیره پراخه کچه پیلوي، او هڅه کوي چې راتلونکې اټکلېدونکې جګړې د مخنیوي په موخه خپلې وړتیاوې نندارې ته ږدي، خو هلته بیا شوروي اتحاد د لومړي برید اندیښنه کوي، چې په پایله کې په ختیځې اروپا پولنډ هیواد کې اټومې وسلې ځای پر ځای کوي، او خپل ټول پوځ ته د یوې سترې جګړې لپاره د تیارسۍ خبرداری ورکوي، دا د کیوبا د میزایلو وروسته یو تر ټولو ډیر اندیښمنوونکی او بشپړه اټومې جګړې د پیلیدو ګواښ رامنځته کوي، او ریښتیا هم دواړه بلاکونه یوې سترې جګړې ته نیژدې شوي و، یاده اندیښنه د روانو پوځي مانورونو او پوځي تمریناتو په دریدو سره له منځه لاړه.
د سړې جګړې پای :
د هنګري او اتریش هیوادونو تر منځ اغزن سیم له منځه ولاړ
د برلین دیوال نړول 1989
د مالټا ناسته 1989 د میخایل ګورباچوف او جورج ډبلیو بوش تر منځ
د ختیځ او لوېدیځ جرمني یو کیدل 1990
د وارسا تړون له منځه تلل 1991
د شوروي اتحادیه ټوټه کیدل او اوسنۍ روسیه منځته راتلل
بېیلاویژه تړونونه: د شوری اتحاد په بشپړه توګه له منځه تللو اعلامیه او د ګډو ګټو خپلواکه دولتونه رامنځته شول.
سړه جګړه په فضا کې:
4 اکتوبر 1957 کال شوروي د لومړي ځل لپاره یو Soviet R-7 intercontinental ballistic missile فضا ته واستوو، تر څو د ځمکې له مدار څخه دوره ووهي، یاد میزایل د امریکا فضا ته د اټومي وسلې د وړلو وړتیا هم درلوده، کوم چې امریکا ډیره اندیښمنه کړه.
په 1958 کال کې امریکا هم خپله یوه سیاره فضا ته واستوله، او ورپسې د ناسا NASA د فضا څارولو ماموریت رامنځته کړ.
شوروی اتحاد بیا هم یو ګام د امریکا څخه مخکې و، ځکه چې په 1961 کال کې دوی د لومړي ځل لپاره انسان فضا ته واستوو.
د امریکا ولسمشر جان ایف کینډي په غوښتنه په 20 جون 1969 کال لومړنی امریکایي نيل ارمسټرانګ په سپوږمۍ کې قدم کیښود.
سرچینې:
https://en.wikipedia.org/wiki/Outline_of_the_Cold_War
https://www.history.com/topics/cold-war/cold-war-history
https://en.wikipedia.org/wiki/Cold_War
https://www.historycrunch.com/causes-of-the-cold-war.html#/
https://ehistory.osu.edu/articles/historical-analysis-cold-war
https://thekholdwar.weebly.com/10-major-events.html
https://www.stripes.com/news/a-bomb-ended-world-war-ii-but-set-stage-for-the-cold-war-1.365555
http://www.let.rug.nl/usa/outlines/history-1994/postwar-america/cold-war-aims.php
https://www.britannica.com/event/Cold-War
لیکنه :
عبدالرحمن ننګیالی
د حقوقو او سیاسي علومو د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګې محصل
اسعداباد، کونړ