چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهټرمپ: امریکا د روغتیایي خدماتو له اړخه پیاوړی هیواد دی

ټرمپ: امریکا د روغتیایي خدماتو له اړخه پیاوړی هیواد دی

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له کورونا ویروس یې ډېر څه زده کړل.

ټرمپ چې له روغتون تر رخصتۍ وروسته یې لومړنی ویډیويي پیغام خپور کړی دی وایي امریکا د روغتیایي خدماتو له اړخه پیاوړی هېواد دی.

دده په خبره پر خپل روغتیايي سکتور ویاړي او امریکایانو ته یې ډاډ ورکړی چې له کورونا دې وېره نه لري.

نوموړي په خپل ویډيويي پیغام کې ویلي چې په کورونا اخته کېدل ورته یوه تجربه شوه او ډېر څه یې زده کړل.

ټرمپ داسې مهال له روغتون رخصتېږي چې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دی ښه شوی.

بلخوا د ټرمپ د کمپاین مشر تازه رسنیو ته ویلي چې ټرمپ رک روغ دی او له جوبايډن سره به په دویمه مناظره کې هم ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...