جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهارزګان کې د طالبانو په خپلمنځی نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي

ارزګان کې د طالبانو په خپلمنځی نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي

تاند (یک شنبه، دمیزان ۱۳) د ارزګان ولایت چارواکي وایي، چې تېره شپه د ترینکوټ ښار اړوند محمد نبي خان اډي سیمه کې وسله وال طالبان په خپلو کې سخته وسله واله نښته کړې ده.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، دا نښته د طالبانو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته خو وایي په نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

بل لورته وسله والو طالبانو هم دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د دوی ترمنځ هېڅ وسله واله نښته نه ده شوې.

په ورته مهال په سیمه کې یو شمیرسرچینو رسنیو ته ویلي، چې د یادي نښتې پرمهال ۱۵ طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان دي.

د سرچینې په خبره په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان هم شامل دي.

د معلوماتو له مخې یاده سیمه له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو سره ده او په یاد سیمه کې یو کوچني بازار هم شتون لري،چې په کې ډیری کاروبار د نشه یي توکو او وسلو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب