پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملامنان نیازی وايي، د ننګرهار حمله د طالبانو د ملاشیرین ډلې کړې

ملامنان نیازی وايي، د ننګرهار حمله د طالبانو د ملاشیرین ډلې کړې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۳) د طالبانو د انشعابي ډلې یو مشر ملاعبدالمنان نیازی ادعا کوي چې د ننګرهار د غني خېلو پرونی برید د طالبانو د ملا هبت الله اخوندزاده ډلې کړی دی.

د ننګرهار په پروني برید کې، د څو پولیسو ترڅنګ ۱۳ ملکیان ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شول. اکثره وژل شوي کسان ښوونځي ته تلونکي او یا ورڅخه رخصت شوي زده کوونکي وو.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دې اړه تحقیق کوي چې ایا دا برید دوی کړی او که یې نه دی کړی.

خو ملا عبدالمنان نیازی وايي «په شینوارو کې وحشت او بربریت د طالبانو د پیښور شورا د ملا شیرین د انډیوالانو جنایت دی. طالب برید کوي خو ضمیر یې دومره شرمیدلی چې بیا ځان خاموشه ونیسي. ننۍ برید د ملا شیرین په امر ترسره شو ترڅو د خبرو په میز خپل وحشت وښيي دپنجاب مزدوره دافغانان پر وژنو نور هم د پنجاب لمن ته لوېږې.»

په ننګرهار کې تر دې پخوا هم دې ته ورته ګڼې حملې شوي چې د ځینو مسوولیت طالبانو او د ځینو داعش په غاړه اخیستی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبان عموماً د خپلو هغو بریدونو مسوولیت نه مني چې ډېره مرګ ژوبله عام ولس ته واړوي.

1 COMMENT

  1. ملا شیرین د طالبانو یو بی رحمه قومندان ده .. دا وخت قطر کي د زلمی خلیل زاد په دسترخوان ناست دي .. له هغه ځایه دا ډول بریدونه کوي .. ملا شیرین او ملا حاجی اغا د کابل قصابان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب