جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکابل کې د دوو پېښو له امله ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

کابل کې د دوو پېښو له امله ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار دوه دولتي کارکونکي د کابل د شپاړسمې حوزې په بګرامیو ولسوالۍ کې د نا معلومو وسلوالو په ډزو ووژل شوي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو مامورینو د هویت او دندو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو یو شمېر سرچینو ویلي چې وژل شوي کسان څارنوالان دي.

ویل کېږي ناپېژانده وسله والو د سړک په منځ کې د دغو کسانو پر موټر برید کړی دی او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

له دې پېښې څو شیبې وروسته د کابل ښار د رحمان بابا مینې اړوند ساحه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسون د غړي او ویاند حمدالله ارباب پر موټر چاودنه شوې، چې نوموړی ترې روغ وتلی، خو موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ دا پیښه تاییدوي او وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکیان ټپيان شوي دي.

1 COMMENT

  1. یاره له غنی هم شړیدلی دی کار. دی بیده دی او د افغانستان بیګناه خلک په وینو کښی لمبیږی. په دی جنایتونو کښی داسی خلک لکه معین امنیتی او حوزی لاس لری. د کورنیو چارو وزارت وزیر خو هسی هم په عشق کښی مصروفه دی ملت په اور کښی سوځی. په زمه دی دا وزارت ماته راکړی او کابل دی له غلو، تروریستانو، او لنډه غرانو پاک واخلی. کار کول په قوی عظم او ایمانداری کیږی. معاش هم له دولته نه غواړم ولی په بدل کښی صلاحیت غواړم او د میز او چوکی شوقی نه یم او یوه لجظه هم د میز تر شاه ته کښینم.سر په لاس کښی نیسم او که قربان له خپلو خلکو سوم مړی می د هم په بی آدرسه ځای کښی خښ کړی. بس غنی باباه راسپاره دا وزارت چی زه د وکیلانو چیغی تر آسمانه درته پورته کړم. دوی میاشتی نه تلیفون کوم او نه دی څوک تیلیفون راته کوی. د الله په زور او کمک دی د افغانستان خلک مثبت تغیر ووینی او که می تغیر را نه واستو تبعید می دی کړی داسی هیواد ته چی له افغانستان خوار وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب