چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهافغان انځورګرحمدالله ارباب له یوه ترهګریز برید څخه روغ ووت

افغان انځورګرحمدالله ارباب له یوه ترهګریز برید څخه روغ ووت

تاند – د افغانستان نامتو انځورګر او اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون رییس حمدالله ارباب نن په کابل کې له یوه ترهګریز برید څخه روغ راووت.

ښاغلي ارباب په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې هغه روغ دی خو موټروان یې ټپي او روغتون ته انتقال شوی او نوموړي له خلکو نه غوښتي چې د روغتیا لپاره یې دعا وکړي.‌

 

ارباب په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، « ملګرو زه ښه یم. ډریور مې زخمي دی روغتون ته یې وړی دوعا ته ورته کوﺉ. الله پاک دې په ټول وطن رحم وکړي. مونږ ټول افغانان سوله غواړو. جنګ دې ورک شي.»

افغان انځورګر او هنرمند چې تر ډېره په هنري کارونو بوخت وي له نژدې یوه کال راهیسې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون مشر ټاکل شوی او تر څنګ یې د لور تحریک په نامه یو مدني حرکت پرمخ بیایي.

حمدالله ارباب د کوزې پښتونخوا د سیاستوالو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځوانو فعالانو د انځورونو جوړونه د خپلې هنري مبارزې سرڅڼه ګرځولې ده، چې ښایي د سیمې استخباراتي ادارې یې د هغه پر ضد پارولې وي.

3 COMMENTS

  1. په ارباب برید دداخلي مافیایې کړیو کار دی، ځکه چي هغه په خپل کار کي جدي او پاک نفسه وو.
    شکر چي روغ دیږ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب