یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeمقالېلويه څښتنه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

لويه څښتنه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

خدایه (ج) ستا پیدا یو. ته پوهېږې، موږ نه پوهېږو. له تا خو د پوښتنې حق نه لرو، خو دا څو خبرې مې ، په زړه دي- ته راته بخښنه وکړه- چې کوم یې.

افغانان مسلمانان دي، حکومت مسلمان دۍ، داعش مسلمان دۍ، لشکر طیبه مسلمان دۍ، طالب مسلمان دۍ، مجاهد مسلمان دۍ، خلک او پرجم مسلمان دۍ، سوریه مسلمان دۍ، عراق هم مسلمان دۍ او همداسې په ټول ځایونو او افغانستان کې، دا وژونکی مسلمان دۍ، وژلکېدونکی مسلمان دۍ، غازي مسلمان دۍ، شهید مسلمان دۍ. 

خدایه (ج) ته پوهېږې موږ نه پوهيږو. 

سعودي مسلمان دۍ، ایران  مسلمان دۍ، همداسې قطر او دا نور او اندونیزیا مسلمان دۍ، پاکستان خو جوړ مسلمان دۍ.

وژونکی مسلمان دۍ او وژلکېدونکی مسلمان دۍ. هر یو مسلمان دۍ او د هر یوه مرګ هم مباح دۍ او یا پرې غازي کیږي او دا هر وژنکې مسلمان دۍ او وژلکېدونکی.

 او که یا په څټ حکومت کافر دۍ، داعش کافر دي، طالب کافر دۍ، مجاهد کافر دۍ، خلقي او پرچمې کافر دۍ، دا ټول کافر دي، وژونکی کافر دۍ او وژلکېدونکی کافر دۍ. 

خدایه(ج) لو یه خدایه (ج) ته پوهېږې موږ خو ستا بنده ګان یو. 

له موږه خو لار ورکه ده، دا څه ګډې وډې دي، په لمنځتون کې وژنې، په ښوونځې کې وژنې د سرک په غاړه او کورونو کې وژنې، دا طالب دۍ، دا حکومت ډۍ، دا مجاهد دۍ، دا داعش دۍ، دا طییبه دۍ دا مسلمانان دي. 

لویه څښتنه ته پوهېږې موږ خو ستا بندګان یو، نه پوهېږو. په لمنځتون کې وژلکیږي، په ښوونځې وژلکیږي، په لار وژل کیږي.

لويه څښتنه ته پوهېږې، موږ خو ستا بنده ګان یو.  

موږ د بل کافر او که مسلمان ؟ په وژنه کې جنت غواړو او یا د هغو سره ځانونه شهیدان کوو. دا هم د حورو او غلمانو په هیله دۍ او هغه  هم. دا هم د شرابو د ډکو ویالو په هیله او هغه هم.

 نو لویه څښتنه ته ښه پوهېږې، موږ خو ستا بندګا یو نه پوهېږو.

لويه څښتنه دا خو هم ستا پرېکړه ده او پوهېږې، چې کوم جنت ته ځي او کوم دوزخ ته. ته پوهېږې، چې دا حورې، غلمان او دا ماڼې به چاته ورکوې، کوم  شهید او غازي ته؟

 د پوښتنې حق خو نه لرو، که طالب وي، که داعش، که طیبه وي او مجاهد او که حکومت.

په دې ټولو کې خو راګیر دا بېوزله ولس دۍ، چې هغه به نو څوک یا څنګه وي، هغه خو یې په کومه ډله کې مسلمان نه دۍ، هغه یواځې مسلمان دۍ.  دوي یواځې وژل کیږي، نو د دې پوښتنې اجازه هم ځان ته نه ورکوم، چې هغه وژونکی به یې جنت ته ځي او که دا ولس، هغوي هم مسلمانان دي او دوي هم. لويه څښتنه ته پوهېږي، موږ خو ستا بندګان یو نه پوهېږو، خو دا اخره پوښتنه مې زړه کې ګرځي، چې په چا مو 

ځانوژلی وی، چې شهید شوي وی او یا مو څوک وژلی وی، چې غازي شوي وی؟

  موږ به نو څنګه دې حورو، غلمانو او دې ماڼیو ته ځانونه ورسولی شو؟

خدایه ته پوهېږې او موږ خو ستا بندګان یو، نه پوهېږو.

له موږه نوره لار ورکه ده.

لويه څښتنه دا مې د افغان ولس ته یوه خبره ده، چې زه خو د شهادت څخه تښتېدلی یم او د غازېکیدو توان هم نه لرم، خو دا تل وایم، چې یواځې په دې غمیزه ژړلی شم او بس.

2 COMMENTS

  1. ګران مشر ترء، ډ. صیب میږي شینواري ماخان خان ته د زړه له تله سلامونه او تاندوالو ته هم!!
    ستاسو مناجات که د زړء خواله د لوی خدای تعالی سره ډیر په زړه پورې ول. آ د ملا نصر الدین خبره د خدای او ستا په منځ کښې به زه مداخله نه کوم. خو ستا د پوښتنو ځواب په قرآن شریف او صحیح احادیثو کې شته!. خوبيا هم ستاسو په اجازه که سهو نشم
    یوه ېې داده چې( هر کله د کومو کلیو خلکو خپلو نفسونو ته د شیطان په وسواس بدلون ورکړ ، نو مونږ پر هغو ظالم چارواکي حاکمان کوو او هغوی باندې عذابونه نازلوو !!).
    او که د دنیايي زبر ځواکونو او جنګسالارانو پوچو سیاستونو ته وګورو ،همهاغه د چنګیز، هتلر، بابر ، ګوډ تیمور ادن… نه لا زیاتې وژنې او ټپي کولو د آنشټاین او نوبل اختراعات د (حومو ساپیینز=انسانانو) په مهو کولو استعمالوي ، او محمدانیزم هم نه مني!!!!.
    یا الله ج. مونږ ته عفو وکړې ، او په مستقیمه لیاره مو برابر کړې .آمین.ثم آمین.
    ربنا ظلمنا انفسنا ، و ان لم تغفر لناوترحمنا لنکوڼن من الخاسرین. صدق الله العظیم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی