جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتد فوټبال روانو لوبو کې سپین غر نیمه پای لوبې ته لاره...

د فوټبال روانو لوبو کې سپین غر نیمه پای لوبې ته لاره پيدا کړه

تاند ( شنبه، د میزان ۱۲) د سپین غر بازان لوبډله، د اباسین څپې لوبډلې په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

دا لوبه تېر ماخستن په کابل کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې سپین غر بازانو اباسین څپې ته څلور د یو په وړاندې ماتې ورکړه او د دې د سیالیو په لړۍ کې یې خپله دوهمه پرله پسې بریا ثبت کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړسمیع نادرې ونومول شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۲ ګولونه وهلي ول.

د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د میوند اتلانو او سیمرغ البرز د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب