جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتآی پي اېل کې سنرایزرحیدرآباد دوېيمه بريا خپله کړه

آی پي اېل کې سنرایزرحیدرآباد دوېيمه بريا خپله کړه

تاند ( شنبه، د میزان ۱۲) د هند په غوره لیګ ( آی پي آېل) کرکټ سیالیو په ۱۴ مه لوبه کې سنرایزر حیدراباد د چينای سوپرکېنګز لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه.

په دې لوبه کې کې د راشد او نبي اړوند حیدراباد لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.

مقابله لوبډله چینای سوپرکېنګز ونه توانېده چې ټاکلی هدف ترلاسه کړي او یواځې د ۱۵۷ منډو په جوړولو بریالۍ شوه او لوبه یې د ۷ منډو په توپير وبایلله.

دا په روانو سیالیو کې د حیدراباد دویمه بریا ده چې ترلاسه کوي يې او دغه راز چینای بیا په روانو سیالیو کې درېیمه ماتې وخوړه.

په یاده لوبه کې د حيدراباد لپاره په توپ اچونه کې راشد خان په څلور اورونو کې دولس منډې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.

له دې وړاندې لوبه کې راشد خان  درې لوبغاړي سوځولې وو او غوره لوبغاړی هم راغلی وو.

د یادونې ده چې نن د آی پي اېل په سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي.

راجستان رایلز د رایل چلېنجرز بنګلور پر وړاندې او کلکته نایټ رایډرز د ډهلي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب