جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر: په بین الافغاني خبرو کې بې طرفه پاتې کېږو

قطر: په بین الافغاني خبرو کې بې طرفه پاتې کېږو

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) د قطر د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې دوی بې طرفه دي او په دې بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

ددغه پلاوي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلی دي.

د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند په دې لیدنه کې ویلي، د مذاکراتو له کوربه‌ توب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی.

نوموړي د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مخته ‌تګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړي د مذاکراتو په جریان کې د قطر له لوري د بې‌ طرفۍ د اصل پر اختیار ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه‌ کړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.

قطر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته دواړه لورې رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب