Homeخبرونهآرمنستان: له آذربایجان سره د سولې خبرو ته چمتو یو

آرمنستان: له آذربایجان سره د سولې خبرو ته چمتو یو

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) آرمنستان وایي، دې ته لېواله دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره ‌باغ لانجمنې سیمې پر سر د آرمنستان او آذربایجان ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

د آرمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو له هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د شخړې د درېدو غوښتنه په ‌کې شوې ده.

د آذربایجان د ولسمشر یوه سلاکار حکمت حسیف خبریالانو ته ویلي، که آرمنستان د وضعیت ښه کول غواړي، باید د نګورنو قره ‌باغ اشغال پای ته ورسوي.

د دواړو لورو تر منځ له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د جګړې له امله د ملکیانو په ګډون له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...