Homeخبرونهایران: د هرات او خواف د اوسپنیزې پټلۍ کار به ژر بشپړ...

ایران: د هرات او خواف د اوسپنیزې پټلۍ کار به ژر بشپړ شي

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) ایران ویلي، چې له درېو میاشتو څخه به په لږ وخت کې د هرات او خواف د اوسپنیزې پټلۍ د سرحدي تمځايونو کار بشپړ شي.

د ایران د ترانسپورټ او ښار جوړونې وزارت مرستیال خیرالله خادمي ویلي، چې د افغانستان او ایران د پولې په صفري برخه کې سرحدي سټیشنونه جوړیږي.

نوموړي ویلي د هرات او خواف اوسپنیزه کرښه د ګډې پولې په صفري برخه کې جوړیږي او له درېو میاشتو څخه به په لږ وخت کې بشپړه شي.

خادمي زیاته کړې، چې د دغې اوسپنیزې کرښې یوه برخه د ایران او پاتې برخه به د افغانستان لخوا جوړه شي.

دغه کرښه د ۳۵ کیلومترو پر اوږدوالي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره جوړېږي.

د ایراني چارواکو په وینا دغه نوې اوسپنیزه کرښه نه یوازې د بار وړلو لګښتونه کموي، بلکې د سوداګریزو توکو له چټک لیږد رالیږد سره هم مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...