پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهډاکټر نعیم: د سولې خبرو کې به اختلافي مسایلو ته حل لاره...

ډاکټر نعیم: د سولې خبرو کې به اختلافي مسایلو ته حل لاره ژر پیدا شي

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي د سولې په هیله خبرو ته حاضر شوي دي او ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي.

نوموړی وايي، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ سره مخ کېږي خو د ځنډ مانا دا نه ده چې تفاهم دې ناشونی وي.

په همدې حال کې له کابل څخه قطر ته د ورغلي افغان پلاوي مرکچي غړی نادر نادري وايي، د دوحې خبرې ټکنۍ شوې نه دي او ۹۲ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

نوموړی وايي، په خبرو کې دمه عموماً د دې لپاره وي چې دواړه غاړې په خپل منځونو کې پر شویو خبرو سلا مشورې کوي.

نادري وايي، چې د دوی لوری لا هم په اوربند ټینګار کوي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې تقریبا” شل ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...