Homeداسې هم شتهساینسد جعلکارۍ د مخنیوي لپاره د ګوتو د رګونو عکس

د جعلکارۍ د مخنیوي لپاره د ګوتو د رګونو عکس

تاند- د لومړي ځل لپاره څېړونکي د ګوتې د داسې نښو په اخیستلو بریالي شول چې هیڅکله جعل کېدای نه شي.

دا کار د نیویارک د پوهنتون څېړونکو کړی او وايي چې د انسان د لاس د ۵ ګوتو د رګونو درې بعدي یا تري ډي عکس اخلي چې جعل کېدا یې ناممکنه ده.

د ګوتو د نښو له جعل کېدو سره مقابله له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده. خو اوس څېړونکي وايي چې د دې ستونزې تر ټولو ښه لار دا ده چې د نیویارک پوهنتون څېړونکو کشف کړې ده.

دوی د یوه درې بعدي سکن په وسیله د انسان د لاس د رګونو درې بعدي تصویر اخلي.

د دې سیستم له لارې اخیستل کېدونکې نښې دومره دقیقې او څرګندې دي چې د جعلکارانو لپاره د درغلۍ امکان نه پرېږدي.

د دې سیستم لپاره د توموګرافي فوټواکستیک په نوم له یوې ځانګړې ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی دی. د لاس ګوتې پر یوه شیشه ایښودل کېږي، بیا د سکن د ماشینونو په شان لیزري وړانګې پر ګوتو لګېږي او د ګوتو د رګونو درې بعدي عکس اخلي.

دا سیستم پر ۳۶ تنو ازمویل شوی او نتیجه یې بریالۍ وه.

څېړونکي وايي چې د دې سیستم دقت په سلو کې ۹۹ دی. وروسته به دا سیستم ټولو دولتي او هغو ادارو ته وسپارل شي چې د ګوتو له نښو سره سروکار لري.

تراوسه پورې د دې سیستم د بیې او په دې اړه چې بازار ته به کله راووځي، څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...