جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنن شنبه د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګي هم پیل شول

نن شنبه د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګي هم پیل شول

تاند (شنبه، د میزان ۱۲) د افغانستان د پوهنې وزارت مسولان وايي، د کابينې د دې اونۍ د پرېکړې پراساس د دولتي ښوونځيو له لومړي ترلسم تولګيو کې هم حضوري زده‌کړې نن شنبه د میزان مياشتې په ۱۲مه نېټه پيلېږي.

د پوهنې وزارت د مسولانو په وینا، د افغانستان کابینې ومنله، چې له مخې يې بايد د دولتي ښوونځيو په پاتې ټولګيو کې هم حضوري زده‌کړې پيل شي.

هغوې زياته کړې ده چې، دغه پرېکړه کې د مرکز او ولايتونو ټول ښوونځي شامل دي.

تر دې وړاندې کابينې د پوهنې وزارت د غوښتنې پر بنسټ د روان کال د تېرې سنبلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دوولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو ټولو ټولګيو کې د حضوري زده‌کړو د پیل اجازه ورکړې وه.

تېر کال د حوت په مياشت کې له کورونا سره د مبارزې عالي کمېټې پرېکړه کړې وه چې، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې دې حضوري زده‌ کړې د یاد ویروس د لا خپرېدو له کبله نه پيلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب