جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته...

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته تللی

تاند ( شنبه، د میزان ۱۲) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته تللی دی.

د ولسمشر ویاند وايي ټاکل شوې، چې محمد اشرف غني د پکتیکا د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته د دې ولایت له چارواکو سره هم جلا ناسته ولري.

نوموړی وایي اشرف غني به د خپل سفر پرمهال له قومي مشرانو او ولسونو سره هم وګوري او د دوی ستونزې به واوري.

په ورته مهال ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې له ملکي او نظامي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذینو، ښځو، ځوانانو او د دې ولایت له بېلا بېلو اقشارو سر جلا جلا لیدنې هم ولري.

جمهور رئیس غني داسې مهال پکتیکا ولایت ته په سفرتللی، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...