نګورنئ قره باغ د اذربایجان هغه غرنۍ سیمه ده چې په ډېر شمیر اوسیدونکي يې عیسوي ارمنيان او په کم شمیر اوسیدونکي يې سني ترک ټبره دي.
دغه سيمه چې په ټوله کې ۴۰۴۰۰ کیلومتره مربع پراخوالی او نيږدې دوه سوه زره اوسېدونکي لري، د نړیوالې ټولنې له خوا د اذربايجان هیواد د ملکیت په توګه پیژندل شوې ده.
د دې سیمې پر سر تل د ارمنستان او اذربایجان تر منځ اړيکې خړې پرې وي. د شوروي اتحاد پر مهال دی سیمې ته يې کورنۍ خپلواکی ورکړې وه.
د ارمنستان د ملي امنيت شورا په ۱۹۸۸ میلادي کال پريکړه وکړه چې له مخې يې نګورنئ قره باغ يې د ارمنستان برخه وبلله.
د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ ميلادي کلونو تر منځ د دې سیمې پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې. د جګړو په پایله کې نږدې یو ملیون انسانان کډوال او نږدې دیرش زره کسان له دواړو خواو ووژل شول او د اذربایجان ځينې سيمې چې د نګورنئ قره باغ شاو خوا پرتې دي د ارمنیانو له خوا ونيول شوي، چې تر اوسه د ارمنیانو په لاس کې دي.
په ۱۹۹۲ میلادي کال د مینسک ډلې په نامه د دې مسالې د حل له پاره د امريکا، فرانسې او روسيې په ګډ مشرتوب یو ګروپ جوړ شو. د دوی د هلو ځلو په پايله کې په ۱۹۹۴ میلادي کال د دواړو هیوادونو تر منځ اوربند ټينګ شو، خو د حل کومې پایلې ته ونه رسيدل.
له ارمنیانو څخه د روسي هیواد په کلکه ملاتړ کوي او د روسانو پوځي اډې هم په ارمنستان کې وجود لري.
له اذربايجان څخه د ايران او ترکي هيوادونه ملاتړ کوي.
له دسمبر ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ کلونو کې د حزب اسلامي حکمتیار صاحب مجاهدين له اذربايجان سره د مرستې په پلمه د پاکستان او ايران له لارې هلته ورغلې وه. شمیر به يې نږدې د ۳۰۰۰ په شاو خوا کې وو.
قدرمن سباوون صاحب يې مشري کوله. په لومړي سر کې يې ښې جګړې وکړې خو وروسته بې تفاوته شول. دوی د اذربايجان په آقدام ولایت او بردې په سيمو کې ځای پر ځای وه او کله نا کله به يې جګړې کولي.
کله چې په ۱۹۹۴ میلادي کال د دواړو هیوادونو تر منځ اوربند وشو د حزب اسلامي ځواکونه هم له اذربایجان څخه ووتل.
په ۱۹۱۶ میلادي کال هم د دوی تر منځ خونړۍ جګړې وشوې او په دوامداره توګه د دوي اختلاف دوام درلود.
د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر له ۲۷ مې نيټې را هیسې یو ځل بیا د دواړو خواو تر منځ خونړۍ جګړې پيل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د میزان په اوومه نیټه د اذربایجان په ملاتړ اعلامیه ورکړه، په مقابل کې ارمنستان د ډله ییز امنیتي تړون له سازمانه د افغانستان د ایستلو غوښتنه وکړه.
افغانستان له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د څارونکي په توګه په دې سازمان کې غړی دی.
د ډله ییز امنیتي تړون (پیمان) په سازمان کې د ارمنستان په ګډون روسیه، چين, تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان غړيتوب لري.
اوس هم جګړې دوام لري او د اذربایجان حکومت د اذربايجان له ټولې خاورې څخه د ارمنيانو د وتلو غوښنونکی دی. ارمنستان بیا د اذربايجان له خوا د نګورنئ قره باغ د ارمنستان د ملکيت په نامه پیژندل غواړي.
یادونه:
زما په باور افغانستان په ډیرو ستونزو کې را ګير دی. زموږ هيواد د دې وړتيا تر اوسه نه لري چې په نړيواله سطحه ډير فعال سياست وکړي. ښه به دا وي چې په داسې مسالو کې بې پرې پاته شي او څوک له ځانه خوابدی نه کړو. ځکه د دې پر ځای چې موږ سره مرسته وکړي موږ ته به د سولې خبرې نورې هم مسکلي کړي.
په ۱۳۵۵ او ۱۳۷۲ لمریزو کلونو کې مې اذربایجان ته سفرونه کړي دي. ښکلی او بډای هيواد دی. خلک يې هم ډير ښکلې دي.