Homeخبرونهیونان پر افغان او پاکستاني کډوالو څارنه او محدودیتونه ډېروي

یونان پر افغان او پاکستاني کډوالو څارنه او محدودیتونه ډېروي

تاند (شنبه د میزان ۱۲) وروسته له هغه چې د یونان په لېسبوس ټاپو کې د مسافرو په یوه کمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوه، دغه هېواد وايي په خپله خاوره کې پر افغان او پاکستاني کډوالو څارنه او محدودیتونه ډېروي.

د یونان حکومت ویلي، چې ددغو دوو هېوادونو پر کډوالو ځکه څارنه او محدودیتونه لګوي چې په دې هېواد کې یې په ګڼو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لرلی دی.

د معلوماتو له مخې یونان به په خپلو تازه اقداماتو کې د افغان او پاکستاني کډوالو اړیکې څاري، فعالیتونه به یې کنټرولوي او په ځینو مواردو کې به ورباندې محدودیتونه وضع کوي.

د یونان امنیتي ادارو ویلي، چې څه موده وړاندې ددغه هېواد د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې اورلګېدنه هم د یادو هېوادونو د کډوالو له ورانکارۍ رامنځ ته شوې وه چې له امله یې زرګونه کډوال بې سرپنا شول.

د یونان حکومت تر دې مخکې ویلي و چې په موریا کمپ کې یې د اورلګېدنې په تړاو ۶ افغان کډوال نیولي دي.

په دې کمپ کې ۱۲ او ۵۰۰ کډوالو ژوند کاوه چې ۷۰ سلنه یې افغانان دي او شمېر یې ۸ او ۵۰۰ تنو ته رسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...