جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفوزیه کوفي: ژر به له طالب پلاوي سره اختلافي مسایل حل شي

فوزیه کوفي: ژر به له طالب پلاوي سره اختلافي مسایل حل شي

تاند (شنبه، د میزان ۱۲) په دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی وایي، چې دمګړۍ د سولې بحثونه پر سم لوري روان دي.

د دغه پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي سره له دې چې پر ځینو مسایلو تر وخت مخکې خبرې پیل شوې دي، خو بیا هم د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات هیله بخښونکې روان دي او د دې تمه شته چې ژر په رسمي توګه پر اجنډا بحثونه پيل شي.

کوفي وایي خلک اندېښنه لري او په تمه دي، چې ژر د مذاکراتو او روانو بحثونو پایله وویني، خو په خبره یې حوصله په کار ده او افغان جګړه بنسټيزې خاتمې ته اړتیا لري.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوي او تمه ښيي، چې ژر به دواړه لوري د اختلافونو پر ختمولو هم بریالي شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم د اختلافاتو د ژر ختمېدو خبر ورکړی و.

د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي هم له ښځینه غړیو فوزیې کوفي، حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او شریفې. زرمتۍ سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د مرکچي ټیم دې غړیو د افغان ښځو له حقونو د دفاع تر څنګ د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او د ټولو افغانانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
خلیلزاد وایي د دوی بریالیتوب د افغانستان بریالیتوب دی او امریکا یې ترڅنګ ولاړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب