Homeخبرونهعربستان: د ایران له لوري روزل شوې ترهګریزه ډله مو ونیوله

عربستان: د ایران له لوري روزل شوې ترهګریزه ډله مو ونیوله

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) سعودي عربستان وایي په ایران کې یوه روزل شوې ترهګریزه ډله یې نیولې ده.

د سعودي عربستان حکومت وایي یوه لس کسیزه ډله یې نیولې ده، چې وسلې او چاودېدونکي توکي یې لرل.

نوموړی حکومت وایي چې دغه ډله د ایران د سپاه پاسداران له لوري په سعودي عربستان کې ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره روزل شوې وه.

د یاد هیواد حکومتي چارواکي وايي چې ایران په دغه ډول کړنو غواړي د دوی هېواد ناامنه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی او د سعودي عربستان ادعا یې بې بنسټه بللې ده.

ایران وايي عربستان تکراري او بې مانا څرګندونې کوي او په دې توګه به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...