شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبان دې سولې ته ژمن شي او اوربند دې اعلان...

ولسمشر غني: طالبان دې سولې ته ژمن شي او اوربند دې اعلان کړي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د دایکندي ولایت پر وروستۍ پېښه سخت غبرګون ښودل شوی دی.

په اعلامیه کې راځي چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین ملکي وګړي وژلي دي او د دغه ډول کړنو دوام د مذاکراتو له روحیې سره په ټکر کې دي.

ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

نوموړي ویلي طالبانو ته په کار ده چې د افغانانو غوښتنې ومني، له جګړو لاس واخلي، خبرو ته ادامه ورکړي او د عامو وګړو وژل ودروي.

د هغه په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی او طالبانو ته هم په کار ده چې د بریدونو او عامو وګړو په وژلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي.

غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. طالبان دی سولی ته ژمن او اوربند دی اعلان کړي:
    سوله له چا سره؟ ایا د دی مفسد دولت له مفسدو او غلو سره سوله؟
    دولت دی لومړی له ملت سره سوله وکړي او فساد دی بند کړی تر څو چی طالب یې هم ووینی چي دولت هم یو څه دی! دا دولت خو خلکو په خیټه خپل اوړه اغږي او ځان پاک پاک کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب