سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهټرمپ: که ټاکنې وبایلم، نو پایله یې نه منم

ټرمپ: که ټاکنې وبایلم، نو پایله یې نه منم

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، که د راتلونکو ټاکنو پایلې دده په زیان وي نه یې مني او د امریکا سترې محکمې ته به مراجعه کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په اوهایو ایالت کې د دوو مخکښو نوماندانو جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د کابل پر وخت نن سهار ۶:۰۰ بجې ټاکنیزه مناظره ترسره شو.

دا په امریکا کې ددغو دواړو مخکښو نوماندانو تر منځ لومړنۍ مناظره وه چې یو بل باندې یې توندې نیوکې او یو بل ته یې سپکې سپورې هم ویلي دي.

په دغه مناظره کې تر ډېره د امریکا داخلي مسایل مطرح و، خو په نړیوالو مسایلو بحث نه دی شوی.

د ټرمپ په وینا چې دیموکراتان په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ پلان لري، نو له همدې امله به هغه پایلې چې دده په زیان وي ونه مني.

خو د ټرمپ سیال جوبایډن بیا د ټرمپ خبرې رد او زیاته یې کړه چې ټرمپ غواړي خلک له ټاکنو زړه توري کړي.

جوبایډن د امریکا له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د ټرمپ حکومت ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته مهال ټرمپ د جوبایډن زوی له روسیې سره په اړیکو لرلو تورن کړ، خو بایډن بیا ټرمپ د پوتین روزل شوی سپی وباله او په خبره یې چې د هغه فرمایشات عملي کوي.

په دې ټاکنیزه مناظره کې بایډن ټرمپ په دې تورن کړ، چې په زرګونه انسانان یې مړه کړل، نه یې د کورونا ضد واکسین جوړ کړل او نه په دې برخه کې کوم پلان لري.

ټرمپ بیا بایډن ته د یو بې کاره انسان خطاب وکړ او ویلي یې دي کې د امریکا واک ورته ورسېږي ټوله امریکا به له وېرې بنده کړي.

د ټرمپ په خبره چې سوداګري، د فوټبال لوبې او نور کاروبار یې خلاص پرېښی او د واکسین رسېدو خبر یې ورکړ.

ډونالټرمپ د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې دده په وخت کې د امریکا اقتصاد له ضعیف حالت څخه فوق العاده حالت ته راغلی دی.

باید وویل شي چې د ډونالډټرمپ او جوبایډن څرګندونو اکثریت امریکایان مایوسه کړي، او ډیری هغه یې دا مناظره نه مشاجره بولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب