جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپولیسو کابل ښار کې د نظامي یونیفورم زېرمه کشف کړې

پولیسو کابل ښار کې د نظامي یونیفورم زېرمه کشف کړې

تاند (سې شنبه د میزان ۸) د کورنیو چارو وزارت وايي، د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه یې په کابل ښار کې کشف کړې ده.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اړوندو سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي د همدې عملیاتو په ترڅ کې یې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف کړې، چې ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه پکې شامل دي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې دا نظامي البسې له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند “ډسپېچري” سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ددې قضیې په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیولي، خو پولیسو یې په هلکه پلټنې پیل کړي دي.

باید وویل شي چې په ډېرو جګړو او بریدونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد د هغوی له یونیفورم او افزارو څخه ګټه اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب