جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکايي رسنۍ: ښايي امریکا په عراق کې خپل سفارت وتړي

امریکايي رسنۍ: ښايي امریکا په عراق کې خپل سفارت وتړي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۸)  امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د عراق له لومړي وزیرسره تلیفوني خبرې کړې دي.

سرچینې وایي، چې پومپیو مصطفی الکاظمي ته ویلي، که په بغداد کې د امریکا د سفارت امنیت خوندي نه شي نو امریکا اړ ده چې خپل سفارت وتړي.

د امریکا حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د امریکايي رسنیو پر راپورونو غبرګون ښودلی دی.

امریکا ادعا کوي چې د ایران له ملاتړ برخمن وسله وال او ملېشې په بغداد کې د امریکا پر سفارت بریدونه کوي او عراقي حکومت ته په کار ده چې د دغه بریدونو مخه ونیسي.

په عراق کې د امریکا پر سفارت بریدونو په دې وروستیو کې ډېر زور اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب